بېروزګاري به نوره هم زياته شي هره مياشت ۹۰زره افغان کاريګر له ايرانه را ستنېږي
په داسې حال کې چې په افغانستان کې بېکاري اوج ته رسېدلې، له ايرانه هم هره مياشت شاوخوا ۹۰زره افغانان بېرته هېواد ته راستنېږي او په هېواد کې د بېکاري بحران لا پسې پراخېږي.
دا بهير تر هغه وروسته پيل شو چې واشنګټن پر تهران بنديزونه ولګول او د تومان ارزښت ځمکې ته را ولوېد.
د هرات د كډوالو او راستنېدونکيو چارو رييس احمد جاويد نادم وايي، هغه افغان كډوال چې له ايرانه په خپله خوښه يا جبري هېواد ته راستنېږي، د تېرو شپږو مياشتو په پرتله يې شمېر شاوخوا ۴۵ سلنه زيات شوى دى.
ده زياته كړه، هره ورځ شاوخوا درې زره افغان كډوال د اسلامكلا بندر له لارې هېواد ته راځي، حال دا چې پخوا دا شمېر شاوخوا ۱۵۰۰ تنه و.
اوس که دا شمېر په يوه مياشت کې حساب کړو ۹۰ زره وګړيو ته رسېږي چې هره مياشت په ايران کې د بېکاري د زياتېدو او تومان د ارزښت د را ټيټېدو له کبله بېرته هېواد ته راستنېږي.
له بل لوري د اقتصاد وزارت د شمېرو له مخې پر کار د برابرو خلکو نږدې نیمايي يې بېکاره دي.
دغه شمېرې ښيي چې په هېواد کې ۱۵میلیونه او ۶۰۰ زره تنه پر کار برابر خلک شته چې تر اووه میلیونه ډېر يې بېکاره دي.
د دې تر څنګ هر کال زرګونه ځوانان له پوهنتونونو فارغېږي او د بېکاري کچه لا پسې لوړېږي.
که څه هم د ملي يووالي حکومت مشرانو د خپلو کمپاينونو پر مهال خلکو ته غوړې غوړې ژمنې ورکولې چې په هېواد کې به د کار زمينه برابره کړي، خو د دې پر ځای چې کاري فرصتونه ډېر شي، لا کم شوي او بېکاري نوره هم په زياتېدو ده.
نه يوازې د ملي يووالي حکومت مشرانو، بلکې په تېرو څه کم دوو لسيزو کې په افغانستان کې د کارموندنې د فرصتونو د ايجاد لپاره اساسي کار نه دی شوی.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، افغان حکومتونو په تېرو څه کم دوو لسيزو کې و نه شوای کړای چې امنيت ټينګ کړي، د پانګونې لپاره بستر برابر کړي او لويې پروژې پلې کړي.
د کابل پوهنتون استاد عبيدالله وردک سرخط ته وويل، د دې لپاره چې پانګونه وشي او کاري فرصتونه ايجاد شي، امنيت مهم دی، ځکه خو افغان حکومت بايد تر هر څه وړاندې د امنيت په ټينګښت او د پانګونې لپاره د بستر په برابرولو کې کوټلي ګامونه اخيستي وای؛ «د امنیت نشت ټول کاري او بشري ځواک ښارونو ته راټول کړى دى، حکومت و نه توانېد د پانګوالو لپاره يو منظم او هر اړخیز بستر جوړ کړي، پانګه او پانګوال وتښتېدل، د دې تر څنګ د خصوصي سکټور لپاره سخت شرایط او بيروکراسي هم د پانګې د تېښتې لامل شوه.»
دی زیاتوي، په مقرريو کې فساد او لاسوهنه بله هغه ستونزه ده چې کار اهل کار ته نه سپارل کېږي.
له بل لوري افغان خبريال رحيم ګل څاروان وايي، حکومت يوازې دومره هم نه دي کړي چې په خپلو ادارو کې خالي بستونه ډک کړي؛ «د افغانستان اقتصاد په بهرنیو مرستو ولاړ دی. د بهرنیو مرستو په کمېدو بېکاري ډېره زیاته شوې. هغو ادارو چې يو وخت يې کار ايجاداوه اوس خپله له بېکاري سره مخ دي.»
د څاروان په خبره، د ملي يووالي حکومت مشران د بهرنيو مرستو په جلبولو کې ناتوانه دي او له دې کبله ورځ په ورځ په هېواد کې بېکاري په ډېرېدو ده.
0 نظرونه