جلال الدين حقاني بيا ومړ؟
۱۴ سنبله ۱۳۹۷ 127906 0 نظر نعیم سید

جلال الدين حقاني بيا ومړ؟


جلال الدین حقاني په ۱۹۳۹م کال کې د پکتیا د ځدراڼو په قوم کې زېږېدلی دی. ده د پخواني ولسمشر محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال د پاکستان له ای‌ایس‌ای سره اړیکې ټینګې او له خپلې سیمې پاکستان ته وخوځېد.

له هغه ځایه یې د افغانستان له حکومت سره جګړه پیل کړه. کله چې د داود خان واکمني نسکوره شوه، جلال الدین په پاکستان کې د حزب اسلامي افغانستان له تنظیم سره چې مشري یې یونس خالص کوله، د لویې پکتیا «خوست، پکتیا او پکتیکا» د یوه جنګي قوماندان په توګه دنده پیل کړه.

په لویه پکتیا کې د حقاني پلویان ډېر وو، ځکه له پاکستان، سعودي عربستان او امریکا سره هم اړیکې زیاتې وې. دغه هېوادونه پوهېدل چې د دې سیمې خلک په جګړه کې ساری نه لري.

دغو هېوادونو د لویې پکتیا په نوم په میلیونونو ډالره پیسې، وسلې او البسې د جلال الدین حقاني په واک کې ورکړې وې.

په ۱۹۸۸م کال کې کله چې القاعده شبکه جوړه شوه، جلال الدین په خپل شخصي نظر بې له دې چې له چا سره مشوره وکړي یا يې رایه واخلي، د اسامه بن لادن تر مشري لاندې القاعده شبکې ته یې د لویې پکتیا په سټراټېژیکو سیمو کې مهمې سیمې په واک کې ورکړې او دې شبکې خپل لومړني مرکزونه جوړ کړل.

دغه کار نوره نړۍ ډېره په غوسه کړه، ځکه القاعده دلته له عربي نړۍ څخه ځوانان راوستل، ټریننګونه یې ورکول او بیا یې نورو هېوادونو ته د جنګ لپاره لېږل.

کله چې له افغانستانه د شوروي اتحاد سرې لښکرې ووتلې، د وخت ولسمشر ډاکتر نجیب الله جلال الدین ته په وار وار د سولې بلنه ورکړه، تر دې چې که پر افغان دولت یې اعتماد نه کېږي، خپل ټول وزیران به جلال الدین ته په تضمین کې ورکړي چې لویه پکتیا له وینې تویېدنې بچ پاتې شي، خو جلال الدین د ولسمشر ټولو وړاندیزونو ته «نه!» وویل.

د پاکستان، القاعده شبکې او ای‌ایس‌ای په مرسته د جلال الدین ډله وتوانېده چې د افغانستان لومړنی ښار ونیسي، دا ښار د خوست ښکلی ښار و.

کله چې طالبانو د جهادي تنظیمونو له خپل‌منځي شخړو او کشمکشونو استفاده وکړه او واک ته ورسېدل، جلال الدین هڅه وکړه چې په حکومت کې یو موقف تر لاسه کړي. په سر کې د طالبانو له خوا د نورو مجاهدینو په څېر، جلال الدین ته هم وویل شول چې تاسې جهاد نه، فساد کړی دی.

وروسته د ای‌ایس‌ای په سپارښتنه د قبایلو چارو د وزير دنده ورکړل شوه. د طالبانو په حکومت کې اکثر هغه خلک لوړ مقام ته رسېدل چې یا به یې جګړه‌مار زیات وو او یا به ای‌ایس‌ای معرفي کول.

په دې وخت کې د حکومت هر لوی مامور اړ و چې خپل جګړه‌مار د هېواد په شمال کې له شمالي ټلوالې سره د جګړې لپاره ولېږدوي. په دې ډول د جلال الدین اورپکو هم د طالبانو په لیکه کې له شمالي ټلوالې سره جنګېدل.

کله چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په یوولسمه نېټه، القاعده شبکې په نیویارک حمله وکړه او له هغه وروسته د امریکا په مشري نړیوال ځواکونه افغانستان ته راوخوځېدل، د پاکستان پوځي استخباراتو هڅه وکړه چې حقاني شبکه له طالبانو بېله وښیي، ځکه یې د دې شبکې د مرکز لپاره د قبایلو سیمې شمالي وزیرستان وټاکه.

د جلال الدین په مشري، د حقاني شبکه یوه تر ټولو خطرناکه شبکه شمېرل شوې چې د افغانستان د دولت او د بهرنیو ځواکونو په مقابل کې يې له بېلابېلو تکتیکونو کار اخیستی. دغه راز په افغانستان کې د ځانمرګي بریدونو طراح او ترویج کوونکی هم جلال الدین بلل شوی دی.

دا چې جلال الدین کله مړ شوی، خو طالبانو پرون تایید کړه ومړ.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې