د تېرو کلونو د ناغېړيو زيانونه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر وایي، د هغو کسانو شمېر چې د وچکالي له امله د افغانستان په لوېدیځ کې له خپلو سیمو بېځایه شوي، په تېره اګسټ میاشت کې تر ۱۵۰ زره کسانو اوښتی دی.
دغه دفتر په افغانستان کې د بشري مرستو په اړه په خپل وروستي راپور کې ویلي چې ډېر بېځایه شوي په هرات او قلعهنو ښارونو کې په غیر رسمي سیمو کې اوسي.
د وچکالۍ له کبله د دومره لوړ شمېر وګړيو د بېځايه کېدو خبر داسې مهال مخې ته راځي چې په وروستي يوه کال کې په افغانستان کې موسمي اورښتونه، واورې او بارانونه خورا کم شوي دي.
له يوه لوري افغانان په ښارونو کې د اوبو له کمښت سره مخ دي، له بل لوري په لېرې پرتو سيمو، کليو او بانډو کې بزګران او مالداران د اوبو له کمښت او څړځايونو له وچېدو سر ټکوي او وايي که په دې برخه کې د حکومت له لوري ځانګړي پلانونه عملي نهشي، دوی به خپل فصلونه او څاروي له لاسه ورکړي.
د افغانستان په سلو کې شاوخوا ۶۰ وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او که وچکالي د دې لامل کېږي چې دوی له خپلو څارويو او کرنيزو کښتونو ګټه تر لاسه نهشي کړای، په افغانستان کې د يوه ستر بشري ناورين د را منځ ته کېدو وېره شته.
که څه هم ولسمشر غني ټينګار کوي چې د ملي يووالي حکومت په هېواد کې د وچکالۍ راتلو له کبله را منځ ته کېدونکي ګواښ ته متوجه دی او په دې برخه کې پلانونه هم تر کار لاندې دي، خو تر دې مهاله په عملي ډول هيڅ هم نه ليدل کېږي.
تر ټولو ستره ستونزه د افغانستان د پرېمانه خوږو اوبو د نه مديريت ده چې په تېرو څه کمو دوو لسيزو کې افغان حکومتونو و نهشوای کولای، د افغانستان پر سرشاره سيندونو بندونه او د اوبو رسولو شبکې جوړې کړي.
دې چارې که له يوه لوري په افغانستان کې د اوبو د کمښت ستونزه حل کولای شوای، د هېواد پراخې دښتې او ځمکې خړوبېدي او ښارونو ته پاکې او خوږې اوبه رسېدې، له بل لوري افغانستان کولای شوای په دغو بندونو د برېښنا توربينونه ولګوي او له نورو هېوادونو د برېښنا د واردولو پر ځای خپله برېښنا توليد کړي.
خو په تېرو ۱۸کلونو کې بنسټي پروژو په تېره بيا په لويو سيندونو د بندونو جوړولو ته پاملرنه و نه شوه او اوس يې دا دي زيانونه ګالو.
افغانستان اوس هر کال د ۵۰ ميليارډه ډالرو په ارزښت خپلې خوږې اوبه ګاونډيانو ته وړيا ورکوي کوم چې د قانون له مخې يې د پلورلو حق لري.
له بدهمرغه تېرو افغان حکومتونو په دې برخه کې ډېره ناغيړي کړې ده. نه يوازې په دې برخه کې تېر افغان حکومتونه پړه دي، بلکې په يو ډول نړيوالو مرستندویو هېوادونو هم په افغانستان کې لويو پروژو ته زړه نه ښه کاوه.
دا خبره په ځلونو د افغان حکومتونو له لوري مطرح شوې ده او استدلال يې دا و چې د نړيوالې ټولنې لويه برخه مرستې مشروطې مرستې دي، په دې مانا چې د بهرنيانو مرستې په هغه برخه کې لګول کېږي چې دوی يې غواړي، خو دا د افغان حکومتونو او چارواکيو لپاره ډېر منطقي دليل نهشي کېدای او بېرته د دوی په کمزوري او ضعف دلالت کوي. افغان چارواکيو بايد بهرنيانو ته خپل پلانونه او پروګرامونه وړاندې کړي وای، خپل استقلاليت يې ثابت کړی وای او پر دوی يې فشار راوړی وای چې مرستې يې د افغان حکومتونو د پلانونو له مخې ولګول شي.
راځئ اوس لا هم اوبه له ورخه تېرې نه دي، له بېځايه ژمنو او لاپو تېر شئ، له هغې بوديجې چې هر کال يې د نه لګښت له کبله بېرته ماليې وزارت ته لېږئ، کار واخلئ. خپل ظرفيتونه پياوړي کړئ او د افغانستان د اوبو د مديريت لپاره غښتلي ګامونه واخلئ.
0 نظرونه