سرکار پیره دار ویښ کړئ، ګنې د کابل دروازې ماتېږي
د کابل د بتخاک په ګزک کلي کې سهار وختي طالبان پر سړک ولاړ وو، له خلکو یې پوښتنې ګروېږنې کولې.
د کوم لېرې ځای داستان نه غږوم، لنډ د کابل ښار په څنډه کې هغه پاټک یادوم چې په کاناډا کې د پخوانۍ سفیرې شینکۍ کړوخېل تر کلي هم ښار ته راتېر دی.
د چنار د کلي عیني شاهدان وايي، د کندهار، زابل او نورو سیمو بې شمېره طالبان دلته راټول دي، په باغونو کې دېره دي، په رڼا ورځ پر سړکونو ډله ډله ګرځي، له کلیوالو پوښتنې کوي، اخطارونه ورکوي او له وضعیته داسې ښکاري چې پر کابل د یو لوی برید تابیا ده.
پوهېږئ، چنار کلی چېرې دی؟ زاړه ګمرک ته څېرمه.
دومره طالبان نو چېرته چریک ته یا چکر ته نه راوځي، بیا د کندهار، زابل او غزني طالبان هسې تصادفي تر بتخاکه نه دي رارسېدلي.
عیني شاهدان ادعا کوي چې په دې ډرامه کې د ولسي جرګې د یوه ځواکمن وکیل لاس دی چې له وروستي ليسټه یې نوم هم ایستل شوی دی.
د مالوماتو له مخې، طالبان هڅه کوي، پر څرخي پله زندان برید وکړي.
په بتخاک کې د دولت د بلا مامورینو کورونه دي، د عملې موټرې ورځي، د موسسو کارکوونکي پکې دېره دي، د حوزو پولیس هلته پیرې ګزمې ته ځي او د کابل اخېري دروازه ده، هغه دروازه چې که ګاټی نه وررسېږي، نو په لوړ غږ چیغه وررسېدای شي.
بل پلو ته پرون په میدان ښار کې په رڼا ورځ جګړه وه، د طالبانو د وړو ټوپکو مرمۍ د ولایت په چاردېواله لګېدلې، حالات دومره ترينګلي وو چې نیم بازار له ډاره تړل شوی و او خلک به دې لیدل چې په خاپوړو د برید له ساحو وځي.
یوازې پرون جګړه نه وه، هره ورځ مرمۍ راځي په ښار کې لګېږي، وړې مرمۍ د کلاشینکوف مرمۍ، طالبان میدان ښار ته دومره رانږدې شوي چې د شپې له خوا تر پیره دارانو ها خوا دولتي مامور حتا اجیر په ښار کې د شپې تېرولو زړه نه شي کولای، هسې به د طالبانو په نظر هغه وخت نه وي رارسېدلی چې په میدان کې دولتي ودانۍ ونیسي، ګنې اوس هلته تر دولت طالب څو برابره حاکم، زړور او مسلط دی.
چارواکي ډېر کم دولتيادارو ته ځي، د ولسوالیو پولیس په ولسوالیو کې له طالبانو سره یا د خپلو پوستو له ساتلو سره اخته دي.
په کوټه شرو، دوراني او نرخ کې دومره طالبان ځای پر ځای شوي چې هیڅ فکر نه کېږي، دا دې عادي مانور وي.
له کابل ښاره تر میدان او بتخاک چندان متفاوته فاصله نه ده، دواړه دروازې خورا مهمې دي، انتخابات، داخلي سیاسي کشمکشونه، له جنګسالارانو سره ناندرۍ، په امنیتي دستګاوو کې له لومړۍ درجه مامورینو شکایتونه او د دوی غفلت، هره ورځ د جنګ او امنیت د سټراټیژیو بدلون ټول هغه څه دي چې له یوې خوا یې طالبانو ته جرات ورکړی چې تر پایتخت هم راچاپېر شي او هم له بل لوري په عامه سطحه ورځ په ورځ د خلکو په ذهنونو کې د دولت وړتیا، تسلط او بقا له سوال سره مخامخ کوي.
داسې ښکاري چې نه دولت ته له امنیتي وضعیت دقیق ګزارش شته او نه دا امنیه او جنګي قوماندانان د قوماندې وړتیا او وفاداري لري.
مقصد دا دی چې سبا ناوخته شوې نه وي.
0 نظرونه