حساب برابر امد؛  والي کلدارې بندې کړې، پاکستان کونسلګري وتړله
۱۲ سنبله ۱۳۹۷ 110916 0 نظر سرخط ورځپاڼه

حساب برابر امد؛ والي کلدارې بندې کړې، پاکستان کونسلګري وتړله

 

له هغه وروسته چې پاکستان له ډېورنډ کرښې د اوښتو لپاره پاسپورټ او د دغه هېواد ويزه جبري کړه، په جلال‌اباد ښار کې د پاکستان د کونسلګري غوا لنګه شوه.

د ختيځ د شاوخوا اتو ولايتونو اوسېدونکي چې په جلال‌اباد ښار کې د پاکستان له کونسلګري د وېزې اخيستو تجربه لري، وايي کله چې غواړي د پاکستان ويزه تر لاسه کړي، په يوه او بله پلمه يې کار ځنډول کېږي او بالاخره کمېشنکاران را مخ ته شي او پيسې ترې غواړي. دوی زياتوي، له پنځو تر ۲۰ زرو کلدارو بايد ورکړي چې د پاکستان ويزه ګوتو ته کړي.

د دوی په خبره، د پاکستان په کونسلګري کې موظف پوليس هم په دغه فساد کې لاس لري او د دوی له لوري يې سپکاوی او بې‌عزتي کېږي.

له هغه وروسته چې د ننګرهار والي په دې کونسلګري کې د فساد د مخنيوي او د افغانانو د بې‌عزتي د پای ته رسېدو اقدام وکړ، پاکستان په جلال‌اباد ښار کې خپله کونسلګري وتړله او دا يې په خپلو چارو کې د حيات الله حيات مداخله وګڼله.

د جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې د کونسلګري په چارو کې د ننګرهار د والي مداخله سبب شوې چې دوی دا ډیپلوماټیک مرکز وتړي.

د پاکستان د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي؛

"په کابل کې د پاکستان سفارت په جلال‌اباد کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د كونسلګري په کارونو کې د والي حیات الله حیات پر مداخلې ژوره خواشیني ښيي او هغه د ویانا د ۱۹۶۳د كونسلي اړیکو بشپړه سرغړونه ګڼي."

کله چې د فساد د دومره لويې پروسې مخه نيول کېږي، له شک پرته چې د ننګرهار والي به له دغه ډول تورونو سره مخ کېږي.

حيات ټينګار کړی چې په جلال‌اباد ښار کې د پاکستان کونسلګري بايد پر ده د لګول شوي تور او مداخلې په اړه سپيناوی وکړي.

خو نه يوازې دا چې تر دې مهاله د دې تور سپيناوی نه دی شوی، بلکې د پاکستاني چارواکيو له لوري د کونسلګري د تړلو لپاره نورې پلمې هم وړاندې کېږي چې تر کاسې لاندې نيم کاسه راښکاروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په جلال‌اباد کې د پاکستان د کونسلګري د بندېدو علت امنیتي ستونزې ګڼي. هغه څه چې په کابل کې د دوی د سفارت له څرګندونو سره څرګند توپير لري.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، قریشي وویل؛

"موږ خپله اندېښنه د افغانستان له چارواکيو سره شریکه کړې او چې افغان چارواکي زموږ د كونسلګري بشپړ امنیت خوندي نه کړي، هغه به بنده وي."

قریشي زياته كړه، په جلال‌اباد کې د دوی د ډیپلوماټانو امنیت خوندي نه دی او همدا علت دی چې په دې ښار کې يې د خپلې كونسلګري د بندېدو امر کړی.

خو د ننګرهار يوه ولايتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، وايي، کونسلګري د نور څه په غبرګون کې وتړله شوه.

دغه سرچينه وايي، لومړی پوليسو په دغه ولايت کې په يوه سياسي دفتر کې د ځانمرګيو واسکټونه ونيول، بيا پر کلدارو بنديز ولګېده او په درېيم قدم کې پر هغو رشوتونو بنديز ولګېد چې د کونسلګري کسانو اخيست، نو ځکه پاکستان دغه مرکز وتاړه.

د سرچينې په وينا، والي ملامت نه دی، ځکه کونسلګري د ولايت مقام ته څېرمه ده، هره ورځ به يې دوه زره مراجعين درلود او د دومره مهم ځای په خوا کې دوه زره تنه را غونډېدل خطرناک ول، ځکه ولايتي ادارې بيا بيا پر پاکستاني ډيپلوماټانو فشار راوړ چې دغه خلک منظم کړي، خو چا يې خبره و نه منله او اوس چې يې رشوتونه له خولې ووتل، د مداخلې نغاره يې وډنګوله.

د چارو د شنونکيو په خبره، پاکستان ځکه خپله کونسلګري تړلې چې د ننګرهار چارواکيو غوښتل د فساد د دغې پروسې مخه ونيسي، ځکه په دې پروسه کې د پیسو یوه وړه برخه د کمېشنکارانو او لویه برخه د كونسلګري د کارکوونکيو جېب ته لوېده.

شنونکي زياتوي، پاکستان په ځلونو او له هرې ممکنې لارې هڅه کړې چې پر افغان حکومت او خلکو خپل فشار وساتي او دا کومه نوې خبره نه ده، خو پوښتنه دا ده چې ولې تر دې مهاله افغانستان داسې يو مجهز روغتون و نه موند چې افغان ناروغان اړ نه‌شي، د درملنې لپاره هر کال په ميليونونو پيسې پاکستان او هند ته يوسي.

ځکه پاکستان ته د ډېری افغانانو د تګ هدف درملنه ده.

په افغانستان کې د غلطې درملنې له کبله افغانان زړه نه ښه کوي په کور دننه روغتونونو ته مراجعه وکړي او په ډېرو لګښتونو او ستونزو سربېره اړ دي چې پاکستان، ایران او هند ته لاړ شي.

اوس چې د پاکستان کونسلګري تړل شوې، له شک پرته چې يو شمېر ناروغ افغانان چې غواړي په پاکستان کې درملنه وکړي، له ډېرو ستونزو سره مخ کېدای شي، د ننګرهار سيمه‌يزه اداره تر فشار لاندې راځي او بالاخره اړ کېږي چې اجازه ورکړي، کونسلګري په خپل پخواني حالت کار ته دوام ورکړي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې