باغ‌داري او د افغانستان اقتصادي غښتلتیا
۱۲ سنبله ۱۳۹۷ 128453 0 نظر حمیدالله فيضي

باغ‌داري او د افغانستان اقتصادي غښتلتیا


د ۱۳۵۰ کال په لومړۍ نيمايي کې د افغانستان د مېوو صادراتو د هېواد د ټولو صادراتو په سلو کې له ۳۷ برخو څخه زياته ونډه درلوده. دمګړۍ مېوې په افغانستان کې په پراخه  سوداګریزه پيمانه روزل کېږي او د دې لپاره چې  د زړه د خوښې مطابق  ونې او مېوې په لاس راوړو بايد نباتات د غير زوجي تکثر (Asexual Reproduction) په واسطه تکثير شي.

تر جنګونو پخوا په افغانستان کې په ۱۴۳زره هکټاره ځمکه کې مېوې توليدېدې او د هېواد د مېوو کلني توليدات ۹۲۰ زره ټنو ته رسېدلي وو. سره له دې چې د افغانستان د مېوو په روزنه کې عصري ټيکنالوجي په کار اچول شوې نه وه، خو بيا هم مېوې پکې زياتې توليدېدې، ځکه چې د افغانستان اقليم ،اب او هوا د مېوو د توليد لپاره خورا مساعده ده.

د مېوو بڼونه د افغانستان په ټولو ولايتونو کې روزل کېږي، خو په ځينو ولايتونو کې د ځينو نورو په پرتله ډېر روزل کېږي، مثلاً کندهار، هرات، اروزګان، زابل، غزني، وردګ، پروان او ځينې نور، د نورو ولايتونو په پرتله د مېوو په توليد کې ډېر شهرت لري. اوس مهال د دې لپاره چې په افغانستان کې بڼوالي «باغداري» علمي بڼه غوره کړي او د مېوو  د توليد اندازه يې د نړۍ له نورو هېوادونو سره سيالي وکړاى شي، بايد د هغوی د روزنې، سمون او ساتنې لپاره عصري کرنيزه ټيکنالوجي په کار واچوله شي او مېوې د غير زوجي تکثر په واسطه  تکثير شي او د تخم د تکثير مخنيوی وشي.

نوې خبره دا ده چې د هلمند د کرنې ریاست په دغه ولایت کې ۱۵۰۰ د مېوو باغونه جوړوي. د دغه ریاست په وینا دا مهال ۸ زره نیالګي دغو باغونو ته په پام کې نیول شوي. دغه نیالګي د ولایت د کرنیزو چارو د ټولنې له لوري اخيستل شوي او په باغ لرونکيو وېشل کېږي.

دا ډول پروګرامونه د باغ‌دارانو د اقتصاد د پیاوړتیا تر څنګ د ولایت د عوایدو په لوړولو کې هم مرسته کوي. افغانستان يو کرنيز هېواد دى  او د دې هېواد په سلو کې ۸۵ سلنه وګړي یې د کرنې په چارو بوخت دي. مېوې او سابه د کرنې د کلچر يا باغدارۍ مهمه څانګه جوړوي، د کرنې يو مهم سکټور بلل کېږي او د هېواد په ملي اقتصاد کې ستره ونډه لري.

په ټولیزه توګه که د یو هېواد اقتصاد ته غور وکړو څرګندېږي چې د هېواد اقتصادي سيسټم په صنعت او کرنه تکیه لري چې له کرنیز سکټور څخه خام مواد د صنعت لپاره چمتو کېږي او بیا د تولید لپاره ترې ګټه اخېستل کېږي. د دې لپاره چې د صنعت سکټور په سمه توګه پرمختګ وکړي کرنیز اصلاحات ډېر اړین دي.

په دې مانا چې د کرنې د سکټور تولیدات باید تر ډېره بریده ډېر کړای شي چې د صنعتي سکټور ټولو غوښتنو ته صحیح ځواب ووايي. د کرنیزو تولیداتو د لا ډېرښت په موخه باید د کرنې په سيسټم کې اصلاحات راشي «ښه تخمونه، ښې کېمياوي سرې، تراکتورونه او له نورو اړونده ماشینونو څخه اعظمي ګټه واخيستل شي چې کرنیز سکټور هم په اقتصادي پرمختګ کې خپل بشپړ رول ادا کړي.»

افغانستان اوس مهال د زرغون انقلاب لپاره ډېره اړتیا لري او د دې تر څنګ د هغو شاړو ځمکو د کرلو اړتیا ورسره هم موازي محسوسېږي چې بې‌کاره پرتې دي. د شنه انقلاب تجربو د نړۍ په ډېرو هېوادونو لکه هندوستان، سویلي امریکا او ټایلینډ کې ښوولې ده چې د دغه انقلاب په پایله کې د هغوی د ځمکو حاصلات څو چنده زیات شوي دي.

د کرنیز زرغون انقلاب د راتګ له امله د هېواد اقتصاد پرمختګ کوي او ورسره په څنګ کې یې اغېزې په ټولنه کې له ورایه څرګندېږي. زرغون انقلاب داسې یوه پروسه ده چې له امله یې د مزدورانو د کار په مولدیت او ځواک کې ډېرښت راځي.

همدا رنګه په غريبو هېوادونو کې د صنعتي پرمختګ لپاره پروګرامونه جوړېږي او غریب هېوادونه تل په دې هڅه کې وي چې زیات بهرني اسعار لاس ته راوړي چې له پرمختګه برخمن شي، خو له بده مرغه د دغو هېوادونو ځمکې په ډېره وروسته پاتې طريقه کرل کېدې چې له امله یې حاصلات هم ډېر کم وو؛ نو ځکه د زرغونه انقلاب د طریقې له امله ډېری هېوادونو اوس خپل کرنیز محصولات زیات کړي دي.

په اکثره هېوادونو کې پخوا په کال کې يوازې يو فصل تر لاسه کېده، خو د تخنيکي پرمختګ په وجه په يو کال کي اوس دوه فصلونه تر لاسه کېږي، مګر په افغانستان کې لا هم کرنیز سکټور پوره میکانیزه شوی نه دی او اوس د هېواد په ډېری برخو کې د کال په یوه فصل بسنه کوي.

د کرنیز زرغونه انقلاب په ترڅ کې د اوبو رسونې سيسټم جوړېږي، د نهرونو نظام په غښتلي شکل سره را منځ ته کېږي او د دې کارونو په کېدو نه یوازې ټولنیز جوړښتونه بدلون مومي، بلکې اقتصادي پرمختګ په چټکه را منځ ته کېږي.

په دې کې هیڅ شک نه‌شته چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او اقتصاد یې په کرنه ولاړ دی؛ نو کرنیز محصولات يې هم په ځانګړې توګه د سیمې په کچه او هم په نړیواله سطحه یو ځانګړی ځای لري، نړیواله ټولنه هم له پخوا راهیسې افغانستان په سیمه او نړۍ کې د کرنیز هېواد په توګه پېژني.

د متحده ایالتونو د نړیوالې همکارۍ ادارې (USAID) او د کرنې د احصایې په وینا، ۸۰٪ افغانان په کرنه او مالداري بوخت دي او هر کال له خپلو کرنيزو محصولاتو ۳۱٪ ناخالص عواید اخلي، د افغانستان ډېری صادرات هم د کرنې او مالداري محصولات دي.

په دې لحاظ، کرنه او مالداري د افغاني ټولنې په اقتصادي جوړښت کې خپل ځانګړی ارزښت لري، کرنیز ماهران او کرکیله د افغانستان د اقتصاد خورا مهمه برخه ده او اقتصادي تحلیلګران هم پر دې باور دي چې په اوسنیو شرایطو کې یوازې د کرنې سکټور ته په وده ورکولو سره په افغانستان کې د پام وړ اقتصادي بدلونونه را منځ ته کېدای شي.

د افغانستان اوسني کرنیز حالت او د لا ښه‌والي لپاره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي، ځکه چې  دا د هېواد د اقتصادي غښتلتیا لپاره یوازېنۍ غوره لاره ده.

د اقتصادي چارو د کارپوهانو په وینا کرنه نه یوازې په اقتصادي پرمختګ کې یو فعال رول لوبوي، بلکې کولای شي په پرمختللو هېوادونو کې د اقتصادي جوړښت په بنسټونو کې پنځه مهمې مرستې وکړي؛ "د کار، پانګونې، پیسو چمتو کول، د صنعت د مخ پر ودې سکټور لپاره خام مواد او د تولید شویو توکيو لپاره مناسب مارکېټ را منځ ته کړي چې له یوې خوا به د بېوزلي لمنه ټوله کړي او له بل پلوه به د جګړې په ختمېدا کې خپل مثبت اغېز وشیندي."

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې