پر اوبو د ایران او افغانستان جګړې ته تیاری روان دی
۱۱ سنبله ۱۳۹۷ 132282 0 نظر سرخط ورځپاڼه

پر اوبو د ایران او افغانستان جګړې ته تیاری روان دی

 

ایران له ۱۹۶۰ مو کلونو وروسته په لومړي ځل د افغانستان د اوبو په اړه ګواښوونکی دریځ غوره کړی او پرله‌پسې یې مشران او کشران د ګواښ ژبه کاروي. د ولسمشر غني دریځ هم د اوبو په تړاو د خدای بښلي موسی شفیق په څېر روښانه او هېښوونکی دی. افغانستان خپلو ننیو اړتیاوو ته په کتو سره له هیڅ لوري سره پر خپلو اوبو د خبرو اړتیا نه ویني او دا دریځ د ولسمشر غني له خولې ان د رسنیو له څپو په ښکاره اورېدل شوی. په ایران کې چارواکيو په خورا بې‌پردې ډول د افغانستان د اوبو په تړاو خوله وازه کړې او له کابل څخه هم هغومره بې‌پردې ځوابونه تر لاسه کوي.

په افغانستان کې په تېره يوه پېړۍ کې تر غازي امان الله خان وروسته چې پر هند واکمنو انګرېزانو ته یې په زغرده د خپلې ازادۍ او افغانانو د حقونو خبره وکړه، ولسمشر غني لومړنی افغان مشر دی چې د ایران له خوا د هلمند د اوبو د ناروا غوښتنې پر وړاندې یې ښکاره دریځ غوره کړی او د خپلې خاورې او خپلو اوبو پر سر له هیچا سره معاملې نه غواړي.

په دې تړاو د ایران د ګواښوونکې ډیپلوماسۍ پر وړاندې د ښاغلي غني ځواب ورکوونکې ریالیسټيکي ډیپلوماسي، پر همکاریو د ولاړ لیبرالیسټیک سیاست ځای نیولی او له تهران سره د ډغرې وهلو پالیسي تر ګوتو لاندې نیول شوې. ایران ګواښ کوي چې که کابل د اوبو پر سر د خبرو مېز ته ورسره حاضر نه‌شي، پر قهریه لارو یې هم فکر کړی دی، خو ایران چې څومره افغانستان ته د اوبو پر لانجه او کړکېچ خوله او ګوتې ورتېروي، ویده افغانان هغومره د اوبو پر سټراټېژیک ارزښت پوهېږي او د خپل نظام له پلې شوې تګلارې د ملاتړ ډاډ په ډاګه کوي.

ایران د خپلې اټومي لانجې پر موضوع له نړیوالو فشارونو سره سره کابل هڅوي چې د اوبو هغه تړون ورسره نوی کړي چې څه باندې نیمه پېړۍ وړاندې د امریکا او نړیوالو ادارو په منځګړيتوب د افغانستان او ایران د شاهي نظامونو تر منځ لاسلیک شو. د هغه تړون پر اساس ایران ته د اوبو د پرېماني په کلونو کې د هلمند په اوبو کې ۱۴ په سلو کې یا په ثانیه کې د۲۲ مټر مکعبه «۲۲ زره لېټره» اوبو حق ورکړل شوی و چې په افغانستان د ډېرو په باور هغه مهال اوبو ته اړتیا کمه او پر تهران ښه پېرزوینه شوې وه. پر دې سربېره د وخت افغان لومړي وزیر موسی شفیق په دې اندازه ۴ مټر مکعبه نورې خیراتي اوبه هم ور زیاتې کړې او په دې توګه ایران د هلمند د سیند په اوبو کې پر ورکول شوې ونډه راضي او د کابل او تهران تر منځ د اوبو کړکېچ د یوې بریالۍ نړیوالې لانجې په توګه د تل په مخه حل شو.

د دې لانجې له حله د یوې لسیزې په تېرېدو د ایران د بخت ستوری پر اسمان وځلېده او افغانستان څلور لسیزې د خپلو اوبو د قابو کېدو پر ځای د خپلې بقا په جګړه کې ښکېل شو او ایران د خپل حق لس برابره اوبه تر لاسه او خپلو ډاګونو ته یې ورسیخې کړې. ایراني څېړونکي وايي چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې هر کال له افغانستان څخه د لس میلیارډه ډالرو په ارزښت اوبه دوی ته وربهېدې، خو په تېرو دریو کلونو کې د اوبو د کموالي او د افغان دولت د پلانونو له کبله ایران ته د ور بهېدونکو اوبو کچه څو برابره کمه شوې ده.

افغانستان له څلورو لسیزو وروسته یو ځل بیا د دې وړتیا تر لاسه کړې چې  خپلې اوبه تر یوه بریده را قابو کړي او پلان لري چې د ایران له پولې سلګونه کیلومټره لرې د هلمند او پر نورو کومکي سیندونو یې بندونه جوړ او د کرکیلې لپاره کانالونه پرې وتړي. دې کار ایران سخت اندېښمن کړی، خو ستونزه یې دا ده چې د هلمند د اوبو سرچینې د افغانستان په زړه کې د ایران له پولې شا و خوا ۱۰۰۰ کیلومټره لرې دي او پر دغه سیند ۵ لسیزې وړاندې لوی تړل شوی بند په کجکي کې د ایران له پولې ۸۰۰ کیلومټره شمال خوا ته واټن لري چې اوس د لویېدو په درشل کې دی.

د هلمند د سیند موقعيت د ایران لپاره بله ننګونه او د افغانستان لپاره د جیوسټراټېژیک اهمیت درلودونکی دی چې افغانستان کولای شي د ایران تر پولې پرې پرېمانه بندونه وتړي او د کرکیلې په موخه پراخو ډاګونو ته خپلې اوبه پورته کړي. د اوبو د نړیوالو حقونو پر اساس افغانستان حق لري چې د هلمند له اوبو پر ټول مسیر د خپلې هر ډول اړتیا د پوره کولو لپاره ګټه پورته کړي.

که افغانان له جګړې لږ هم وزګار شول باور دا دی چې د هلمند په سیند کې خپلې بهېدونکې خوږې اوبه په خپله خېټه کې قابو کولای شي. یوازې له کجکي پورته او کښته تر کمال خانه پر دغه سیند تر لس ډېر داسې بندونه جوړېدای شي چې هر یو یې له ۳۰ تر ۳۰۰ میګاواټو پورې برېښنا تولیدولای شي.

ورسره په خوا کې د ساده څېړنو پر اساس افغانان له همدغو خدای ورکړو اوبو هر کال تر ۲۰ میلیارډه ډالره د زیاتو کرنیزو حاصلاتو د تر لاسه کولو وړتیا تر لاسه کولای شي. دا رنګه په هلمند، کندهار، نیمروز او فراه کې ایران ته د جګړو له کبله د وربهېدونکو افغان اوبو د قابو کېدو له برکته له لس تر ۱۵میلیونه افغانانو ته د کرنیز او صنعتي روزګار اسانه ژوند چاره برابرېدای شي، خو ښکاري چې ایران اوس اوس د هلمند د اوبو د وربهېدو پر هماغه یوازېنۍ لاره فکر کوي چې د افغانستان په سویل کې جګړې د اور لمبو ته د خاشاکو ور زیاتول دي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې