کرن جوهر له چا سره واده غواړي؟
۱۰ سنبله ۱۳۹۷ 112308 0 نظر سرخط ورځپاڼه

کرن جوهر له چا سره واده غواړي؟

 

د هندي سینما مشهور فلم جوړونکی کرن جوهر دا ورځې په عجایبو سر دی. هغه تازه په خپلو خبرو کې ویلي، زړه یې دی له کرینه کپور سره واده وکړي.

هغه په خپله خپرونه کافي وید کرن کې د دې خبرې په کولو ټول هندوستان هک پک کړ.

کرن وايي، کرینه کپور یې ښه ملګرې ده او غواړي ورسره واده وکړي.

کرن ویلي، که دا زمینه ورته برابره شوه چې له چا سره واده وکړي او کرینه کپور وي، نو بې له شکه هغه ته یې زړه دی چې واده ورسره وکړي.

خو کرینه کپور بیا اوس د یوه زوی مور ده او وايي، ژوند یې ښه په خوښۍ کې تېرېږي.

 

 

کېميا يوسفي د اولمپيک لوبو له بلې لړۍ پاتې شوه

Jul 30, 2021 29

د افغانستان د ځغاستې ملي لوبغاړې کېمیا یوسفي په ټوکيو کې د اولمپيک د دوه زره يوويشت کال په سياليو کې نن بیا د ځغاستې په يوه سيالي کې برخه واخيسته، په ملي کچه يې ريکارډ جوړ کړ، [...]

سني لېون اوس د بادرنګو پالېزونه ساتي

Jul 30, 2021 29

د هند د اندهرا پردېش ايالت په نيلور ولسوالي کې يوه کروندګر پر خپله پراخه ځمکه د سني لېون لوی لوی عسکونه ځړولي او په دې باور دی چې د بې‌باکه فلمونو دغه ستورې به يې کرونده له بده [...]

په يوولسو ولايتو کې د پوهنتونو رخصتي دوه اوونۍ وغځېدې

Jul 24, 2021 29

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د هېواد په يوولسو ولايتونو کابل، کندوز، نيمروز، دایکندي، بلخ، جوزجان، بادغیس، کندهار، نورستان، سمنگان او پنجشېر کې د پوهنتونو رخصتي د [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې