د روسيی پلوه بیلتونپالو مشر ووژل شو
د اوکراین د ختیز دونیڅک سیمې د روسيی پلوه بیلتون پالو مشر په یوې چاودنه کې وژل شوی دی.
د بیلتون پالو رسمي خبري سرچینو تایید کړې چې ۴۲ کلن الکسندر زخارچینکو د دونیڅک ښار په یوې کافې کې د چاودنې له امله وژل شوی دی.
روسيی په فوري عکس العمل کې د اوکراین حکومت د دې چاودنې مسول بللی او ویلي دي چې اوکرایني حکومت په خونړۍ جګړه کې د داخلېدو پرېکړه وکړه.
خو د اوکراین امنیتي ادارې ویلي دوی په دې باور دي چې الکسندر زخارچینکو د ترهګرو او د هغوي د روسيي ملاتړو د داخلي شخړو په پایله کې وژل شوی دی.
0 نظرونه