اسرایلو امریکا وستایله
اسراییل د امریکا له هغه پرېکړې هرکلی کړی چې د فلسطیني کډوالو اړوند یې د ملګرو ملتونو سازمان سره خپلې مرستې بندې کړې.
اسرایلي حکومت ویلي، دا پرېکړه یو پر ځای ګام دی، خو د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د امریکا د حکومت دا پرېکړه غندلې.
د دې خیریه ادارې یو ویاند کریس ګنیس ویلي، د واشنګټن تازه اقدام میلیونه کډوال له ستونزو سره مخامخ کوي.
0 نظرونه