د سوریې په ادلیب کې پراخ عملیات کېږي
سوریې تایید کړې چې په ادلیب ولایت کې د وسلهوالو مخالفینو پر ضد د پراخو عملیاتو لپاره تیاري نیسي.
د سوریې د بهرنیوچارو وزیر ولیدالمعلم په مسکو کې له خپل روسي سیال سیرګي لاوروف سره تر کتنې وروسته ویلي، پوځ به په ادلیب کې تر پایه پر مخ ولاړ شي او زیاته یې کړه چې هلته به لومړنی هدف د النصره جبهې ځپل وي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل چې حکومت به د ادلیب د عملیاتو په ترڅ کې تر وسې وسې هڅه وکړي چې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.
0 نظرونه