پوتین او ټرمپ بیا سره ويني
کرملين وايي، د روان کال تر پايه ښايي د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره غونډه ولري.
د پوتین وياند دیمتري پیسکوف له ايزويستا ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې چې پرون د جمعې په ورځ خپره شوې، ويلي چې د دواړو مشرانو تر منځ خبرې ښايي په فرانسه، ارجنټينا او سينګاپور کې د غونډو پر مهال وشي.
د پیسکوف په خبره، کریملین غواړي د دواړو لوریو ترمنځ خبرې وشي، خو دا هر څه په دې پورې ده چې مقابل لوری څه وايي او څه کوي.
0 نظرونه