د کمابي خبره، بېابي ته رسېږي له افغانستانه هر کال د ۵۰ مليارډه ډالرو اوبه وړيا ګاونډيانو ته ځي
افغانستان هر کال د ۵۰ مليارډه ډالرو په ارزښت خوږې اوبه ګاونډيانو ته وړيا ورکوي.
که څه هم په تېرو ۱۷ کلونو کې د کور او ښار جوړولو او د اوبو او انرژي له وزارتونو سره ميليونونه ډالره مرستې وشوې او هر کال دغه وزارتونه له ماليې وزارت پراختيايي بودجه هم تر لاسه کوي، خو اوس مهال هم د پلازمېنې په ګډون د افغانستان د ښارونو اوسېدونکي د پاکو اوبو له نشت سره مخ دي او حتا اړ دي چې هره ورځ اوبه په پیسو واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې اقلیم پېژندونکی او د ناروې د ترونډ هایم پوهنتون استاد ناصر کرمي وايي، افغانستان هر کال د ۵۰ ملیارډ ډالرو په ارزښت خوږې اوبه خپلو ګاونډیو هېوادونو ته په وړیا توګه ورکوي، کوم چې د قانون له مخې يې د پلور حق لري.
د کابل ښار اوسېدونکي عبدالله سرخط ورځپاڼې ته وويل، د دغه ښار د پنځمې ناحيې اړوند په يوه خورا لويه او مفشنه پلازا کې ژوند کوي، خو په اپارتمانونو کې يې په ساعتونو ساعتونو اوبه نه وي.
نوموړی زياتوي، دغه لږ اوبه هم ککړې او خړې وي او د څښاک وړ نه دي له دې کبله دوی اړ دي چې اوبه له بازاره وپېري.
که څه هم په نوره نړۍ کې پاکې اوبه د منظمو شبکو له لارې ښارونو ته رسول کېږي، خو په افغانستان کې په تېره څه باندې يوه نيمه لسيزه کې د نړيوالې ټولنې له پانګونې سره سره دې برخې ته هيڅ پام نه دی شوی او کابل چې د هېواد پلازمېنه ده، خلک يې د پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.
د ځمکې د لاندې اوبه ورځ په ورځ ټېټېږي او تر ټولو بده يې لا دا چې دغه اوبه ککړې شوې دي او د څښاک وړ نه دي.
حکومت بايد تر هر څه وړاندې د اوبو د ککړېدو مخه ونيسي، ځکه په کابل کې ډېری خلک په خپلو کورونو کې له کیندل شويو څاګانو استفاده کوي او که چېرې تر ځمکه لاندې اوبه ککړېږي او د اوبو ایمني اصول نه مراعاتېږي، ښايي دغه څه په یوه بحران واوړي او د ښارونو اوسېدونکي له رنګا رنګ ستونزو او ناروغیو سره مخ کړي.
کابل ښاريان تر دې مهاله يوازې په هغو ژمنو غولول کېږي چې ګواکې ځينې بندونه تر کار لاندې دي او له دغو بندونو به د کابل ښار ته اوبه رسېږي.
له دې بندونو يو هم د کابل ولايت په شکردره کې د شاه و عروس بند دی.
د اوبو او انرژي وزارت د چارواکو په خبره، دغه بند به له بشپړېدو وروسته ۱۰ ميليونه مټره مکعبه اوبه زېرمه کړي او له دې به ۵ ميليونه مټر مکعبه اوبه د اوبو رسولو د يوې منظمې شبکې له لارې کابل ښار ته لېږدول کېږي، خو له بده مرغه دغه پروژه هم خورا ورو پر مخ ځي او تر دې مهاله د اوبو د شبکې د جوړولو کوم څرک نه ليدل کېږي.
يوازې کابل نه دی چې له دغو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، بلکې د هېواد نور ښارونه هم په همدغه برخليک اخته دي. د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په دغه ښار کې د اوبو د نشت له کبله د اوبو د کاروباريانو کار ښه جوړ دي. اوبه په ټانکرونو کې کوڅه په کوڅه ګرځوي او له خلکو پيسې ټولوي. دوی وايي، که څه هم په ځلونو ورسره ژمنې شوې چې د دغه ښار لپاره به د اوبو د رسولو منظمه شبکه جوړېږي، خو تر دې مهاله په دې برخه کې هېڅ نه دي شوي.
خوست هم د هغو ښارونو له ډلې دي چې اوسېدونکي يې اوبه په پيسو اخلي او هلته هم د اوبو رسولو کومه منظمه شبکه وجود نه لري.
د دغه ښار اوسېدونکي وايي، له سهار وختي تر شپې د اوبه ټانکرونه سړک په سړک او کوڅه په کوڅه ګرځي او په خلکو اوبه پلوري.
اوبه په يو ويشتمه پېړۍ کې په نړيواله کچه يو مهم بحث دی، د اوبو کمښت په وروستیو کې د نړۍ ۴۰ سلنه نفوس اغېزمن کړی دی او تمه کېږي چې د ځمکې کرې په گرمېدو سره دغه ستونزه نوره هم لويه شي.
ملگري ملتونه اټکل کوي چې تر ۲۰۵۰ م کال پورې به د نړۍ هر څلورم تن د اوبو له سخت یا دایمي کمښت سره مخامخ شي.
0 نظرونه