ځيرک حکومتونه او ځيرک کمپاينونه
۱۰ سنبله ۱۳۹۷ 110712 0 نظر وهاج افغان

ځيرک حکومتونه او ځيرک کمپاينونه

ډېر کله مې دا سوچ ذهن ته راځي چې هوښيار پرمختللي هېوادونه ان له خپلو افراطيانو څخه هم د خپل هېواد د اقتصاد د غوړېدو لپاره ممکنه ګټه اخلي، مثلاً هالنډ په اروپا کې د نوک هومره هېواد دی، که ګېرت فېلډرز نه وای، په نړۍ کې به ډېر خلک نه و پوه چې د هالنډ په نامه کوم هېواد شته او که نه؟

کټ مټ لکه نوک هومره هېواد قطر، که شيطان‌ژبې فتنه اچوونکې جزيره نه درلودای، په نړۍ کې به ډېر خلک نه و پوه چې د قطر په نامه کوم هېواد شته او که نه؟ د نړۍ په جغرافيايي نقشه کې د هالنډ او قطر دواړو پيدا کول ستونزمن دي.

زه باور لرم چې ګېرت فېلډرز چې د يوه حزب اختلاف مشر دی، ده به د حزب حاکم يا حزب ايتلاف په مشوره باندې دا کار تر سره کړی وي، او له دې مخکې يې چې کوم کوښښ کړی، او د نړۍ مسلمانان يې را پارولي، هغه يې هم له خپل حکومت سره په پټه مشوره باندې کړی، دوی اوس فېلم کنسل کړ، ځکه دوی خپل ټاکلی هدف تر لاسه کړ، له څه مودې راهيسې د نړۍ په سر او بر کې هالنډ او فېلډرز د هر چا په ژبه دي او که په ميليونونه ځل د فېلډرز انځورونه نه وي خپاره شوي؛ نو په لکونه ځل خو خامخا خپاره شوي دي. دې ته وايي مفته کمپاين، چې نږدې ارزښت به يې سوونه ميليونه ډالرو ته رسېږي، که مليارډونه نه وي.

کاش چې د مسلمانانو عکس العملونه غوغايي نه وای، د دغسې کرغېړنو او پاروونکيو سپکو اعمالو پر وړاندې عکس العمل د واکمنو سیاسيونو مسووليت دی چې بايد تر سره يې کړي، که حکومتونه متوجه نه وي، ديني او سياسي حزبونو او حرکتونو ته په کار دي چې د پردې تر شا، پرته له دې چې له ولس څخه پرې د کريډيټ حاصلولو کوښښ وکړي، حکومتونه متوجه کړي او وړ عکس العمل ترې وغواړي، حکومتونه هم بايد پرته له دې چې له ولس څخه د کريډيټ حاصلولو سوچ وکړي، چټک او مناسب اقدام وکړي.

د فېلډرز د فلم يا سپکې مسابقې د مخنيوي لپاره دا بس و چې اسلامي حکومتونو د پردې تر شا، پر هالنډ حکومت کلک اقتصادي او ډپلوماټيک فشار راوړی وای او پرته له دې چې د هالنډ او فېلډرز نوم زموږ پر ژبه او قلم حاضر شوی وای، د دغه کار مخنيوی شوی وای، دغسې کار د هر دولت له توانه پوره دی، په تېره بيا له داسې بې‌ارزښته هېواد سره لکه هالنډ.

موږ نږدې هر وخت په خبرونو کې اورو چې پلاني دولت له پلاني دولت څخه خپل واردات بندل کړل، يا پر صادراتو يې ورته 30٪ 50٪ او 100٪ ټکسونه ولګول، ايا دا کار د هالنډ غوندې له يو کوچني هېواد سره نه‌شي کېدای؟ ايا موثر به نه وي؟ په ځانګړي زموږ غوندې د يو مستهلک امت څخه؟ بالکل به وي، زه يقين لرم چې دا اوس به د حکومتونو رسمي تحرکات موثر واقع شوي وي، اما دا چې په زرګونه او لکونه خلک لارو ته راووځي، خپلې شتمنۍ تخريب کړي، يو بل ووژني، د خپلو حکومتونو پر ضد وپارول شي، خپلو حکومتونو ته سرخوږی پيدا کړي، يا د دغو خلکو پر ضد انټرنيټي کمپاينونه وشي، دا هر څه د حکومتونو او نړیوالو سازمانونو له تداخل پرته د دغو خلکو پر دريځ باندې تاثير نه‌شي لرلای، بلکې مثبته ګټه ترې اخلي. زموږ د کمزوري ټکی به يې ګڼي او هر وخت به يې کېکاږي.

زموږ کمپاينونه زموږ پر حکومت تاثير اچولای شي، خو د نورې نړۍ لپاره بيا زموږ کمپاينونه نه، بلکې زمونږ زورور حکومتونه او قوي دريځونه کامياب علاج دی.

 

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې