طالبانو ته د ماسکو ناسته فرصت که ننګونه؟
۵ عقرب ۱۴۰۰ 112351 0 نظر سيد شاه سقيم

طالبانو ته د ماسکو ناسته فرصت که ننګونه؟

 

په یوه پېچلي ډیپلوماټیک وضعيت او حالت کې ښاغلي غني وکولای شول، روسان راضي کړي چې د ماسکو د هغې غونډې په مشري کې کابل ته پراخ لاس ورکړي چې ټاکل شوې وه یوه اوونۍ وروسته د طالبانو په ګډون د لسو هېوادونو له خوا تر سره شي. ولسمشر غني وکولای شول اوس اوس دغه ناسته وځنډوي چې طالبانو ورته د سفر موزې په پښو او د روسیې ویزې ترلاسه کړې وې.

طالبان خوښ وو چې په نړیوال ډیپلوماټیک سټیج یې کابل ته لومړۍ ماتې ورکړه او د افغان حکومت له ګډون او نظر پرته به د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خپلې غوښتنې مطرح کړي. روسیې طالبانو ته په لوړه کچه د پروټوکول ورکولو له اړخه د کابل او واشنګټن له خوا تر فشار لاندې راغی او مجبوره شو، د افغان حکومت ملګرتیا هم له لاسه ور نه کړي. دواړو د ماسکو ناسته له دې کبله رد کړه چې د افغانانو له خوښې پرته یې له یوې داسې ډلې سره رسمي خبرو ته ملا تړلې چې په افغانستان کې عام خلک وژني او د نړۍ ګټې ګواښي.

سره له دې چې دا کار په دوحه کې امریکایانو لا له مخه پیل کړی، خو د ماسکو او واشنګټن کیسه له بنسټه توپیر لري.

د کریملین ناستې ته اسلام‌اباد او پر پاکستان څرخېدونکي طالبان ډېر خوښ وو چې د ۱۹۹۰م کال د جینوا د ناستې په څېر به بیا د افغانانو اصلي غاړه څنډې ته او د افغانستان پر راتلونکي به نوې سیمه‌یزې او نړیوالې چنې ووهل شي. کابل د ماسکو په ځنډېدلې ناستې کې د نه ګډون په خبر ورکولو سره ټولو اړخونو ته ښکاره کړه چې د افغانانو له حضور پرته له یوې جګړمارې ډلې سره د نړۍ د لسو هېوادونو ناسته د افغانستان پر ضد د یوې نوې جنګي جبهې له جوړېدو او طالبانو ته له پروټوکول ورکولو پرته نور څه مانا لرلای شي؟ روسانو تل هڅه کړې چې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته داسې تصور ورکړي چې په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د طالبانو ملاتړ د دوی په ګټه ده او د ماسکو په ناسته کې به یې سره غوږ په غوږ کړي.

بل خوا طالبانو له تېرو ۲ میاشتو راهیسې په خپلو کې پر دې بحثونه تاوده کړي وو چې له امریکا وروسته د روسیې نړیوالې ناستې ته کومې غوښتنې وړاندې کړي. د دوی تمه دا وه چې په ماسکو کې به د سیمې له هېوادونو سره خپلې اړیکې ډاډمنې او په کابل کې د ولسمشر غني حکومت په دغه ډول خوځښتونو سره څنډې ته کړي، خو ښاغلی غني د ډېرو په باور وتوانېده په خپله بریالۍ بهرنۍ پالیسي سره د ماسکو له ناستې د طالبانو زړه د اوس لپاره صبر کړي.

د ولسمشر غني په یوه ټلیفوني اړیکه ماسکو ومنله چې تر نامالومې نېټې طالبانو ته د نه ورتلو احوال ورکړي او چې لاښه تیاری د دوی په خبره ورته ونیول شو؛ نو کابل او مسکو به په ګډه همدغه غونډه مدیریت کړي. د ولسمشر غني د حکومت غوښتنه دا ده چې روسیه دې د سولې د یوه اسان‌چاري رول تر سره او د دغه ډول ناستو ټول واک او اجنډا باید دوی ته ورکړل شي چې د نړۍ په منځګړيتوب دوی له طالب استازو سره د سولې د خبرو اترو پر پیلولو وغږېږي.

طالبانو په ماسکو کې د سپټمبر پر ۴ مه کېدونکې ناسته پر خپل سیاسي اسمان ختلی ستوری باله چې فعلاً را ولوېد، خو که له کابل پرته پلان شوې ناسته د طالبانو لپاره بری و، ځنډېدل یې هم کېدای شي دوی ته همدومره ټکان ورکوونکې ماتې وبلل شي. دوی به  پر دې پوه شوي وي چې د کابل لمر اوس پر نړۍ او سیمه ځلېدونکی دی او څوک یې په دوو ګوتو نه‌شي پټولای. طالبانو ته به له رسنیو پرته مخامخ د روسي چارواکيو له خوا د ماسکو د ټکټونو د نه کولو ویل شوي وي، خو د ناستې له ځنډېدو څو ورځې وروسته هم د دغه غورځنګ له خوا رسمي غبرګون نه دی راغلی او دوی په خپلو کې پر دې بحثونه کوي چې د روسیانو منلې میلمستیا رد او که وڅکي.

طالبانو ته اوس د دغې ځنډېدلې ناستې ردول همدومره زیان رسونکي بلل کېږي، لکه دوی یې چې د کابل په ګډې مشرۍ د برخې اخیستو په اړه فکر کوي. که طالبان ماسکو ته له ورتلو ډډه کوي، له روسیې سره د دغې جنګي ډلې راتلونکی پېچلی برېښي او دواړه پر یوه او بل رامنځ ته شوی باور له لاسه ورکوي. د دوی په دې هم سر خلاص دی چې طالبانو ته دغه ډول فرصت کېدای شي بیا ژر په لاس ور نه‌شي.

روسان هم داسې فکر کوي چې که طالبان د ماسکو ناستې ته د نه ورتلو سر وښوروي؛ نو دا پر دوی د طالبانو د باور د له لاسه وتلو مانا ورکوي، خو که د افغان او روسیې په ګډې مشرۍ د ماسکو جوړېدونکې ناستې ته طالبان ورځي دا به لومړی ځل وي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته یو ځل بیا طالبان له افغان چارواکيو مخامخ ګوري. طالبانو ته کېدای شي دا اسانه هم نه وي چې د افغان حکومت په لارښوونه جوړېدونکې غونډه کې دې د داسې مېز تر شا کېني چې افغان حکومت یې سمبالوونکی وي؛ نو په لویه کې د ماسکو ناسته د طالبانو لپاره یوه ننګونه ده چې کېدای شي د افغانستان د سولې پیل پکې نغښتی وي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې