امارت نور درزونه وکړل؛ د طالبانو د سر کسانو يو بل غله او جاسوسان وبلل
سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې تېره ورځ د کوټې ښار په اسحاق اباد سيمه کې د طالبانو د امارت لوړپوړي چارواکي روسيې ته د طالب پلاوي د سفر پر سر را ټول ول، خو په غونډه کې یې سره خوړلي او پر يو بل يې د غلو او جاسوسانو تورونه پورې کړي دي.
د دې بېړنۍ رابلل شوې غونډې مشري د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند زوی، مولوي یعقوب کوله.
د طالبانو باوري سرچينو سرخط ته وويل، د مسکو په غونډه کې د طالب پلاوي د ګډون پر سر، طالبان په دوو ډلو ووېشل شول.
په دغو دوو ډلو کې یې يوه د ملا هيبة الله اخوند ډله وه چې د پاکستان د استخباراتو پيغام يې درلود او بله یې د مدرسو د استادانو وه چې ځينې طالب قوماندانان يې هم برخه ول.
د ملا هيبة الله ډلې غوښتل مسکو ته د پاکستان د استخباراتي شبکې ایايسای له خوا د ور په ګوته شويو طالبانو پلاوی ولېږي، خو دويمې ډله چې تر يوې اندازې د پاکستان له استخباراتو لېرې پاتې شوې، د دې کار مخالفت کاوه.
په پرونۍ ناسته کې بيا هغه ډله چې مسکو ته يې د طالب پلوي د تګ ملاتړ کاوه، په خپله په منځ په دوو ډلو وېشل شوې ده.
يوې ډلې ټينګار کاوه چې مسکو ته باید د قطر د دفتر ريیس شېر محمد عباس ستانکزی یا د دغه دفتر کوم بل غړی ولاړ شي، خو د طالبانو قاضي القضات شيخ عبدالحکیم يې مخالفت کاوه.
د غونډې له منځه باوري سرچينو سرخط ورځپاڼې ته وويل چې په غونډه کې د شيخ عبدالحکيم ډلې ادعا وکړه چې عباس ستانکزي او د قطر دفتر غړي شاهین شل میلیونه ریاله غلا کړي دي.
د شيخ عبدالحکيم ډلې ټينګار کاوه چې بايد مسکو ته د کويټې شورا له منځه کسان لاړ شي او ادعا يې کوله چې د قطر د دفتر غړي له غلا پرته بل کار نه لري.
همدغه د غلا خبره وه چې د ملا محمد عمر اخوند زوی و نه زغملای شوای او په ډک مجلس کې یې نه يوازې د شيخ عبدالحکیم استازي مولوي زین الله بارکزي ته جاسوس ووايه، بلکې له غونډې د شړلو ګواښ یې هم وکړ.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، د مسکو غونډه د پاکستان په فرمايش جوړېږي او یوازې هغه طالب مشران ور بلل کېږي چي د دغه هېواد د استخباراتو پلان عملي کوي.
په پرونۍ ناسته کې د مدرسو استادانو د غزني د سقوط خبره هم مطرح کړې او ويلي يې دي چې پاکستان په دغه جګړه کې قصدا د لښکر طيبه جګړهمار له طالبانو سره يو ځای کړل او بيا د همدې ګډوډي له امله طالبانو په غزني کې د عامو وګړو کورونو او دوکانو ته اورونه واچول.
دوی ويلي چې دغه کار په افغانستان کې له طالبانو د خلکو کرکه ډېره کړې، خو د ملا هيبة الله ډلې بيا د پاکستان ننګه کړې او دا کار يې پر ځای بللی دی.
0 نظرونه