ترکیې د شنبې میندې لاریون بند کړ
له تېرو ۲۳ کلونو هره شنبه په لسګونو خلک د استانبول په تقسیم څلورلارې کې شمعې بلوي، چُپ کښیني او د هغو خپلوانو عکسونه ورسره وي چې د پولیسو په توقیف کې ورک شوي دي.
دا لاریونونه د شنبې میندې په نوم یادېږي چې اکثریت میندې او نور کسان پکې د خپلو ورکو شویو خپلوانو په اړه د عدالت او مالوماتو غوښتنه کوي.
په پام کې وه چې دا ډله تېره شنبه هم داووه سوم ځل لپاره دا لاریون وکړي، خو ترکي پولیسو ورته وویل چې له دې وروسته يي دا لاریونونه جواز نه لري.
0 نظرونه