روحاني د ایران پارلماني قناعت حاصل نه کړ
د ایران ولسمشر حسن روحاني د دې هېواد پارلمان ته د ځواب ورکولو لپاره ور بلل شوی چې و نه توانېده، د وکیلانو قناعت حاصل کړي.
له هغه د بېکارۍ او همدا ډول له اټومي تړونه د امریکا د وتو په اړه پوښتنې وشوې، خو هغه ډول ځوابونه یې ور نه کړل چې د پارلمان قناعت یې حاصل کړی وای.
روحاني په خپلو خبرو کې وویل، نه باید په سپینه ماڼۍ کې د څو ایران ضد کسانو دسیسو ته تسلیم شي.
هغه له خپلو خلکو وغوښتل چې تل مثبت فکر ولري.
0 نظرونه