د نجات فرشتې
۷ سنبله ۱۳۹۷ 139673 0 نظر شکور کامران

د نجات فرشتې

فرشتې يوازې ماورالطبيعي او ميټافزيکي موجودات نه دي، بلکې خدای تعالی ځينې وخت د خپلو بندګانو د مرستې لپاره د انسان په شکل د خپل همنوعه د ساتنې او ژغورنې لپاره فرشتې لېږي. ما دا فرشتې ليدلې دي، لمس کړې مې دي، د دوی له مهرباني ډک چلند او مصوونه غېږه مې احساس کړې ده، د دې زميني او اسماني فرشتو تر منځ توپير يوازې دا دی چې هغوی په سپين لباس کې ظاهریږي او دوی د زرغون، ژېړ او خړ رنګونو په ګډه ټوکري جامه کې، هغوی ته خلک فرشته وايي او دوی ته سرتېری، نور يې موخه او ماموريت يو دی، د انسان ژغورل او ساتل.

زما د وطن سرتېری هره ورځ د مېړانې او شجاعت هغه نندارې وړاندې کوي چې نورو يوازې په اسطورو او افسانو کې اورېدلې دي، زما سرباز هغه پولادي انسان دی چې خپله د اور لمبو ته ور دانګي، خو بل ترې ژغوري او زما پوځي او د امنیتي ځواکونو هر غړی هغه اتل دی چې د اتلولي د بيان لپاره يې زما د قلم کمزورې نوکه د بې‌وسي اظهار کوي...

هغه انځور به مې تر ډېره په یاد وي چې افغان سرتېری په داسې حال کې د نورو خلکو د ساتنې او نجات لپاره لا هم جنګېږي چې خپله ټپي شوی او وينې ترې بهېږي...

هغه ورځ مې نه هېرېږي چې بزدله دښمن په معصومو ماشومانو کې پټ شوی، خو همدا سرتېری ځان سپر کوي او په ډېره مېړانه ماشومان له شرمښانو خلاصوي. د ماشوم سلامتي، د مور د خوښۍ ژړا او په پلو د زړه له تله د سرتېري د کاميابي او سلامتي دعا... هغه صحنه ده چې انسان ته انساني لوړتيا او د انسانیت ارزښت سترګو ته دروي او دا وريادېږي چې انسان څومره ښايسته دی، برعکس د وحشت او بربريت وسله په لاس انسان په ليدو چې د انساني حرمت، مينې او ترحم په نوم څه نه پېژني، انسان ته وريادوي چې څومره توپير دی په انسان کې د مانا په لحاظ...

د هغې جوړې کيسه ضرور کوم چې د خوښې د واده يې يوازې څو شپې کېدې چې د پوځي ټولي ملګرو يې ورته احوال ورکړ چې په کندز کې خلک تر سخت ناتار او مرګونو لاندې دي. سره له دې چې دی په رخصت و، خو د خپلو خلکو د ژغورنې انساني احساس له مخې يې په کور کې ويلې وروستۍ جمله بايد په ښار او بازار کې په لويو لوحو ولګول شي چې: "د خلکو نجات او ساتنه زموږ وظيفه ده." محمد په شېبو کې د خپلې محبوبې له سترګو پناه او پوځي يونيفوم پر تن له خپل بل هېوادوال ځوان، ماشوم، مشر، نجلۍ او مېرمنې سره د مرستې لپاره له الهي نصرت سره ځان ډګر ته رسوي، ډېر انسانان د انسان په جامه کې له لېوانو ژغوري او تر هغه په مېړانه او لوړ همت جهاد کوي چې اجنبيان له ښار او شا و خوا سيمو څخه په شا کړي.

ګڼ انسانان يې وژغورل، د خدای د مظلومو او نازولو انسانانو پر وړاندې يې سينه سپر کړه او بالاخره يې په همدې اصلي دنده کې خپل مقدس روح حق تعالی ته وسپاره، محبوبې يې په ليدو د وياړ پلو پرې خپور او خپله لوپټه ورته د مقبرې جنډه کړه...

همدا اوس زموږ او ستاسې زرګونه داسې اتلان د حق او باطل په جګړه کې په پوره ځواک د رزم په ډګر کې توره چلوي، په خپله بې‌خوبي موږ ته ارام خوب راکوي، په خپله ستړيا موږ ته سکون رابښي او خپله له کور، کلي، مېرمنې او ماشومانو په لرې کېدو موږ ته دا فرصت راکوي چې د خپلې کورنۍ تر څنګ واوسېږو...

همدا مېړانه او مردانګي ده چې د اسلام په مقدس دين کې د سرباز د يوه ساعت دنده، پيره او وظيفه د عابد له دوه اويا کلونو عبادت سره مساوي کوي، ځکه سرباز زموږ مال، عزت او وطن ساتي.

زموږ د امنيتي ځواکونو د ارزښت او سرښندنو د قيمت لپاره يوازې دا بس ده چې هغه کلونه را ياد کړو چې سرباز او د افغان انسان او خاورې د ساتنې ځواک وغورځول شو، دا ځواک هيڅکله نه مات شوی او نه به مات شي، خو د خپلو څو هغو کرغېړنو لارويانو په لاس خوار شو چې لوی باور پرې شوی و، هغه تجربه مو د ټول عمر لپاره بس ده چې هېواد ته مو هر ناولی او چټل لاس راننووت، د سر دښمن ته مو د وحشت زمينه برابره، زرګونه او لکونه ککرۍ ورېبل شوې او د عمر خوار شو...

که څه هم هېواد مو له هماغه راهيسې لا هم خپل حالت ته نه دی راغلی، خو د يوه افغان سرتېري په شتون هم ډاډه کېږم چې هغه حالت ته نه ځو، ځکه څو چې د افغان امنيتي ځواکونو يو غړی هم وي، هر راننوتونکی پردی او کرغېړن لاس به په اوږه کې ور پرې کوي.

د اتلو افغان ځواکونو لپاره دا هم بس ده چې د خلکو په زړونو پاچاهي کوي او په زړونو کې اوسېږي...

ستا مېړانې ته سلام دی!

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې