د غزني سوځېدل، بدبختي که بېغوري
د بشر تاريخ د غزني په اړه ډېرې خبرې لري، ځکه زرګونه کاله دلته تمدنونه هست او نيست شوي دي، خو د عام ولس په منځ کې په دې وروستيو کې د غزني د بدبختي او بدمرغي خبره ډېره لاندې باندې کېږي.
کېدای شي د خلکو دا ذهنيت له هغو دريو پېښو سرچينه اخيستې وي چې زما په ذهن کې ګرځي را ګرځي. په دې دريو پېښو کې يو تاريخي واقعيت دی، دويم يې ولسي روايت دی او درېيم يې د سترګو ليدلی حال دی.
د تاريخي واقعيت له مخې غزنيوالو په ډېر شان او شوکت د غزني ښار جوړ کړ، دومره زينتي کارونه پکې وشول چې په نړۍ کې د «عروس البلاد- يا- د ښارونو ناوې» په نوم مشهور شو، خو د دولسمې هجري پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د غوري کورنۍ ځواکمن واکمن علاءالدين حسين غوري د غزنيانو واکمني نسکوره کړه، د غزني ښار ته يې اور ور واچاوه، اووه شپې او اووه ورځې يې د غزني په ښار اورونه بل کړل.
د ښارونو ناوې په کنډواله بدله شوه او علاءالدين د «جهانسوز» په نوم مشهور شو.
ښايي د غزني په اړه دا ولسي روايت ډېرو اورېدلی وي، ما هم د خپل پلار له خولې اورېدلی چې ويل يې؛ «غزني سخت سوړ دی او سخته واوره پرې کېږي.
په پخوا وختونو کې د غزني په ښار کې يو سپينږيری اوسېده، دې سپينږيري اووه زامن درلودل. د ژمي په يوه شپه سپينږيری له ماخستن لمانځه وروسته کله چې دباندې وتلی ليدلي يې دي چې ډېره ځواکمنه واوره ورېږي، کله چې کوټې ته راستون شوی، مېرمنې ته يې ويلي، هغه دوه کلن خوسی راوله چې حلال يې کړم، مېرمنې يې خوسی ورته راوستلی، کله يې چې خوسی حلال کړی، په زامنو يې غږ کړی چې هر يو وار په وار پورته کېږئ او د کوټو بامونه له واورې توروئ.
زامن يې د پلار له وينا سره سم دوه، دوه يا درې درې وار په وار پورته کېدل، واوره به يې توږله، کله به چې ستړي شول او راکوز به شول سپينږيري به تيار کباب ورته پوخ کړی و، ستړې شوې ډله به په کباب اخته شوه او دويمه ډله به بام ته پورته شوه، د واورې په لرې کولو به يې پيل وکړ.
په همدې کار يې شپه سبا کړه، کله چې د شپې تياره په ختمېدو يانې سپېدهداغ شو، سپينږيري زامنو ته وويل چې شا و خوا څه درته ښکاري او که نه؟
زامنو يې ورته وويل چې نور خو هيڅ نه ښکاري، يوازې د دېوالونو پر سرونو تور تور کوړغان «کارغان» ښکاري، پلار يې ورته وويل چې غزني واورې لاندې کړی، يوازې موږ په خپل همت وتوانېدو چې ځانونه او خپل کور وساتو.
کله چې سهار شوی ورته ښکاره شوې وه چې د غزني ټول ښار واورې لاندې کړی او ټولې ودانۍ تر واورو لاندې له خاورو سره خاورې شوې دي.»
د غزني درېيم ورانی زما د سترګو پر وړاندې پېښ شو.
د روان ۱۳۹۷ کال د زمري مياشتې پر نولسمه د غزني ښار ډېری برخې له دولتي ځواکونو څخه د افغان دولت وسلهوالو مخالفانو ونيولې او د ښار په منځ کې يې د يوه او بل پر ضد مرچلونه جوړ کړل.
دوی په خپلو کې په جګړه اخته وو، د مخالفانو په ليکو کې هغو خلکو چې د غزني تاريخي قدامت او د ۲۰۱۳ زيږديز کال د اسلامي نړۍ د تمدن او فرهنګ د پلازمېنې اعزاز يې نهشوای زغملی، راغلل او يو ځل يې بيا د غزني په ودانيو پسې اور پورې کړ او غزني يې په کنډواله بدل کړ.
داسې ويل کېږي چې يو شمېر هغه اسناد او تاريخي مکتوبونه چې د غزني د تاريخي حوزې مسايل پکې خوندي وو، په دې اوراچونه کې له منځه يووړل شول.
که موضوع سر سري وګورو، داسې فکر به کوو چې غزني بدمرغه دی او هر ځل د خپل قسمت له امله ورته رسېږي، خو اصلي خبره دا نه ده، بلکې دلته عيني لاملونه دي چې د غزني شامت يې شوم کړی دی.
که د غزني د ورانېدو لاملونه په تاريخي لحاظ وکتل شي، غچ اخيستنه وه، ځکه غوريانو له غزنيوالو په غچ اخيستو چې په پايله کې يې غزني ته اور ورته کړ، په روايتي لحاظ د غزني د خلکو بېغوري وه، ځکه خلکو د غزني هوا او د واورې څپه ليده، ولې دوی يې په مقابل کې بېتفاوته پاتې وو، په دريم ځل ورانېدو کې يې دواړه لاملونه شامل وو، هم غچ اخيستل و او هم د خلکو يا چارواکيو بېتفاوتي چې غزني يې د ايرو په ډيري بدل کړ.
ځکه د افغانستان رقيبو هيوادونو دا نه شو زغملی چې د دوی په ګاونډ کې دې يو ښار د خپلو تاريخي ابداتو، اثارو او اسنادو په اساس د ټولې اسلامي نړۍ پلازمېنه وبلل شي.
بې غوري خو ټولو ته معلومه ده چې حتا د غزني له نيولو تر دوو ورځو پورې ولسمشر چا نه خبرولو له دې وړاندې به چا ورته کره راپور ورکړی وي چې په غزني کې څه روان دي.
کله چې انسان په طبيعت کې د پديدو د تفسير لپاره عوامل او دلايل نهشي پيدا کولای، هغه مهال خبره په قسمت او شامت وراړوي، که نه د هر شامت تر شا دلايل او عوامل شته چې که په وخت يې مخنيوی وشي، کېدای شي بدمرغي په نېکمرغي بدله شي، پرته له استثناتو.
0 نظرونه