د حکومت پښې د يوې بلې بلا پر وړاندې لړزېږي
۷ سنبله ۱۳۹۷ 124444 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د حکومت پښې د يوې بلې بلا پر وړاندې لړزېږي

 

 

پخوا به له مرکز څخه په لېرې پرتو ولايتونو کې هدفي وژنې روانې وې، قومي مخور، حکومتي ‌کسان او ديني ‌عالمان به په نښه کېدل او تر وژلو وروسته به یې قاتلان په تېښته بريالي کېدل، خو اوس دغه لړۍ تر کابله را ورسېده او ښه په درز کې روانه ده.

 

څه موده وړاندې د پکتيکا د ځانګړيو سرتېرو قوماندان عزيز الله کاروان په مکرويانو کې شهيد کړای شو، څو ورځې وړاندې بیا په خوشحال خان مېنه کې دوه تنه په مرموزه توګه په شهادت ورسول شول. تر هغه وروسته د نظامي چارو يو کارپوه او پخوانی پوځي زلمی وردګ په خپل کور کې په مرموزه توګه په شهادت ورسول شو او وړمه ورځ‌ بيا په همدې کابل کې دوه تنه پيلوټان په رڼا ورځ د کور مخې ته وويشتل شول او قاتلان یې سرې سترګې د پېښې له ځايه روان شول.‌

 

دا هغه هدفي وژنې دي چې په لنډه موده کې په کابل کې شوې دي او د يوې عامل هم نه دی نيول شوی.

 

اوس تازه ملګرو ملتونو هم په يوه راپور کې په دې اړه اندېښنه ښوولې او خبر یې ورکړی دی چې د نورو کلونو په پرتله په افغانستان کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

 

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يوازې په تېرو پنځو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د هدفي وژنو د يو سل او يوې پېښې کېدل مني، خو ټول پوهېږي چې دغه وزارت د دغسې پېښو په اړه څومره رښتيا وايي او څومره ارقام کم ښيي.

 

د ولسمشر غني لاس به خدای خبر څه شي څټلی وي، چې هر شي ته یې د ودانولو په موخه لاس ور اوږد کړی دی، تر بدو یې بتر کړی دی.‌

سږنی کال یې د پوهنې د کال په نامه نومولی و، خو تر ډېرو نورو کلونو، سږ کال د هېواد په بېلابېلو برخو کې ډېر ښوونځي وسوځول شول او د نورو کلونو په پرتله سږ کال زيات ماشومان له زده‌کړو محروم پاتې دي.

 

واک ته چې رسېده، همدا شعارونه يې پر خوله ول چې د ولس دسترخوان به ډکوي، په خېټه به یې مړوي او ژوند به يې بسيا کوي، خو اوس د فقر تر کرښه د لاندې افغانانو شمېر په روانه لسيزه کې په بې‌سارې توګه لوړ تللی دی.

 

په لومړي سر کې یې د امنيت د را وستو لپاره ټټبر ډباوه، خو امنيت داسې خراب شو چې اوس دا دی په کابل کې څوک له وېرې سر نه شي پورته کولای.

 

حتا د ناامنيو لمن د ولسمشر تر دفتره ورسېده او د اختر پر ورځ په ارګ کې د راکټي بريدونو له امله چا د غرمې په ډوډۍ څکه و نه کړه.

 

سږ کال یې په کابل کې د ګارنېزيون او د کابل د امنيتي پلان نوم پر خوله ګرځاوه، خو حالت داسې شو چې پخوا به ښاريان په چاودنو او ځانمرګيو بريدونو کې وژل کېدل، اوس هدفي وژنې هم پيل شوې.

 

دغه وژنې بده ګواهي‌ ورکوي او له دې خاورې به د خلکو د فرار ګراف يو په دوه زيات کړي.

 

دا اوس اوس په کابل کې هيڅوک ځان خوندي نه احساسوي او هر سړی په دې لټه کې دی چې څنګه له دې خاورې ځان وباسي او که خلک ووتل، حکومت به خپله پر ځنګنو ولګېږي.

 

ښايي دغه هدفي وژنې به له يوې مخې طالبان نه کوي،‌ لويه برخه یې مافيايي کړۍ کوي، خو طالب یې خپله لاسته راوړنه بولي.‌

همدا هدفي وژنې دي چې ځينې لویې ستونزې ورڅخه سرچينه اخلي او حتا په جنګ کې یې د سرتېرو لاسونه تړلي دي‌.

 

سرخط ورځپاڼې ته باوري ‌سرچينو ويلي‌دي چې د فراه په جګړه کې طالبانو د هوايي ځواک پيلوټانو ته زنګونه وهلي ول، د دوی کورونه یې ورښوولي ول، اولادونه چې یې په کومو ښوونځيو کې زده‌کړې کوي د هغو نومونه يې ورته اخيستي ول او بيا يې تر غوږ ورتېره کړې وه چې که د جګړې په ميدان کې طالبانو ته مرګ ژوبله واړوي، حتا د کورنۍ غړي به یې هم ژوندي پاتې نه شي.‌

 

همدا لامل و چې هلته یې د پيلوټانو لاسونه ور تړلي ول او د کابل وروستۍ پېښه چې دوه پيلوټان پکې شهيدان شول، که وڅېړله شي، خامخا به همداسې کومه کيسه تر شا لري.‌

 

حکومت بايد دغې چارې ته جدي پام وا ړوي او چې هر څنګه کېږي مخه یې ونيسي، که‌نه حالت ورځ تر بلې خرابېږي او بيا به کيسه داسې ځای ته تللې وې چې اوبه تر ورخ تېرې وي او د بېل پسې وړل به هم ګټه نه کوي.‌

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې