روسیه د دویمې سوریې خوب ویني
۷ سنبله ۱۳۹۷ 111088 0 نظر سرخط ورځپاڼه

روسیه د دویمې سوریې خوب ویني

 

د تاجکستان له خوا پر افغان خاوره هوايي برید له دېرشو کلونو وروسته بیا د یوه شمالي ګاونډي له خوا ښکاره تېری دی چې د روانې جګړې د نوي اړخ د پراخېدو څرګندونه کوي. په تاجک برید سره ښکاري چې کرار کرار افغانستان د سوریې په برخلیک اخته کېږي. هلته د روسیې په ګډون ګاونډي ترکیې او امریکا د خپلو سټراټېژیکو موخو د تر لاسه کولو لپاره په سوریایانو هوايي او ځمکني بریدونه وکړل چې لا هم روان دي.

سره له دې چې پر تخار په شوي برید کې ماسکو خپله ښکېلتيا رد کړې، خو تاجکستان په یوازې سر نه د داسې بریدونو وړتیا لري او نه د دې ډول تېري جرات لري. پر روسیه ځکه شک کېږي چې له افغانستان سره پر تاجک پوله شا و خوا ۱۵زره روسي سرتېري پنډ دي او همدا دوې میاشتې وړاندې یې پر پوله پوځي تمرینات وکړل. که روسیه نېغ په نېغه په برید کې لاس و نه لري، ممکن دا وروستی برید د ماسکو په لارښوونه او هڅونه شوی وي.

د افغانستان امریکايي جګړې ته په وروستیو ۲ کلونو کې د روسیې زړه ډېر تخنېږي او غواړي چې د واشنګټن د سولې پیل شوې هڅې له خنډ سره مخامخ کړي. له وروستي بریده کېدای شي موخه د امریکا او کابل د غبرګون مالومول وي، خو د ماسکو په ممکنه ناسته کې د طالب استازيو ګډون د ډېرو په باور د افغانستان په لانجه کې روسیې ته نوي امتیازونه په لاس ورکول زیاتوي. سره له دې چې دغه ناسته اوس ځنډېدلې، خو روسانو پکې خپله برلاسي وښووه. که کابل پر تخار د تاجک الوتکو د برید مساله په لوړه کچه راپورته نه کړي، بله ورځ دې د روسيې د بریدونو تمه هم ولري. روسیه په وروستیو کلونو کې د افغانستان په شمال کې د داعش له خوځښتونو اندېښنه لري او کېدای شي وغواړي د سوریې په څېر دلته هم په ورته عملیاتو کې د خپلو سټراټېژیکو ګټو په موخه لاس په کار شي.

روسیه لېواله ده چې په افغانستان کې یې نظامي او سیاسي حضور په بالقوه ډول پراخ او پر کابل واکمنېدونکو ډلو باندې یې سیوری پروت وي. دا هڅې د شوروي له ماتې وروسته کله هم نه دي درېدلې، خو په وروستیو کلونو کې له یو شمېر کړیو سره راشه درشه د پخواني واکمن برهان الدین رباني د واکمنۍ په څېر په غوړېدو ده. په دې توګه  ماسکو پر افغان خاوره د داسې وضعيت او حالت د را منځ ته کېدو هڅې کوي چې دوی هم پکې غاړې تازه او د کابل پښه تر مسکوه ورسوي. سره له دې چې د تخار سیمه‌یز چارواکي وايي چې تاجک الوتکو د دوی په همغږي د وسله‌والو طالبانو تر واک لاندې سیمه کې په قاچاق‌کوونکو برید کړی دی، خو د تاجک دولت لپاره دا ډول برید په خپل ذات کې بې‌ساری کار دی چې کېدای شي د روسیې له همغږي پرته یې څو نورې لسیزې هم په پردۍ خاوره د تر سره کولو خوب و نه ویني.

شاوخوا ۸ کاله وړاندې هم یو دوه ځله داسې راپورونه ورکړل شول چې روسي الوتکو د افغانستان په ختیځ کې چې اوس داعشیانو پکې تور بیرغ پورته کړي، د نشه‌یي توکيو د تصفیې او تولید پر مرکزونو بریدونه وکړل، خو هغه مهال دغه خبر په ژوولي او نیم ژواندي ډول سره د کابل له خوا رد شو.

ښکاري چې روسان په افغانستان کې هر کوچنی او لوی پرمختګ او بدلون د خپلو استخباراتي کړیو او وسایلو په مټ له نږدې څاري او له خپلو لرې پولو د خطر او ګواښ د لرې ساتلو یا مخنیوي په بهانه پر هره لاره فکر کوي، خو په افغانستان کې د روسیې د نوې لېوالتیا او ښکېلتیا ستونزه په دې کې ده چې کابل یې د سولې له خوږ ګوتې رانیولی او له طالبانو سره د داعش د مخنیوي په معامله کې ورکېوتی چې ممکن د کابل د سولې د خبرو د پیلېدو هڅې ټکنۍ کړي. بل خوا روسیې د افغانستان په شمال کې داسې تبلیغاتو ته زور ورکړی چې ګنې نامالومې چورلکې نامالومو وسله‌والو ته وسلې او وسایل کښته کوي.

د روسیې موخه ښکاره او اشاره یې امریکا ته ده، خو غواړي په دغه ډول تبلیغاتو سره درې هدفه تعقیب کړي. یو خوا د طالبانو ذهنونو ته دا ورپېچکاري کوي چې امریکا په سیمه کې د دوی پر ضد نورې ډلې پیاوړې کوي، بل خوا د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له افغان غاړې وېروي او د دوړه اړخیزو اړیکو د خړ پړ کېدو هڅې کوي او درېیم په منځنۍ اسیا او افغانستان کې خپلې ښکېلتیا ته نظامي او سیاسي مشروعیت پیدا کوي.

په دغو دریواړه موخو سره روسیه د سیمې هېوادونه نېغ په نېغه او یا په غیر مستقیم ډول نظامي مداخلې ته هڅوي او غواړي چې له امریکا څخه په هماغه افغانستان کې خپل غچ واخلي چې شوروي اتحاد یې پکې دړې وړې شو. روسان فکر کوي چې له یوکراین وروسته د سوریې په څېر تګلاره په افغانستان کې هم پلې کېدونکې ده او د هماغه ډول یوې سټراټېژۍ د عملي کولو لپاره یې په ډیپلوماټیک او نظامي ډګر کې منډې ګړندۍ کړې دي.

یو خوا یې له وسله‌والو طالبانو سره رسمي اړیکې جوړې کړې او بل خوا یې نظامي تبلیغاتو ته زور ورکړی چې ګنې روسیې ته له افغان خاورې ګواښ ورپراخېدونکی دی او د سوریې په څېر دلته هم د نوې نظامي لوبې ډیزاین ته اړتیا ده.

نن سبا کابل ته تر هر څه دا مهم دي چې د تاجکستان د الوتکو د برید جدي پلټنه او د افغانستان د فضايي حریم د تېري کلکه پوښتنه وکړي. که کابل پر دغه موضوع غوږونه کاڼه کړل، لکه د پاکستاني توغندیو د تاجک او روسي الوتکو بریدونه پراخېدای شي او بل ځل به د داعش په نوم د دوی دواړو ګذارونه زور واخلي او عملاً به افغانستان د سوريې په برخلیک اخته شي چې امریکا، پاکستان، روسیه، تاجکستان او ممکن سبا چین او ایران د خپلو موخو د تعقیب لپاره دلته په خپل زړه بمبارونه پیل کړي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې