ایران خپله قضیه نړیوالې محکمې ته ولېږله
ایران د عدل له نړیوالې محکمې غواړي چې امریکا ته حکم وکړي څو پر ایران لګېدلي بندیزونه لیرې کړي.
ایران پرون خپله قضیه دې محکمې ته وړاندې کړه.
ایراني مدافع وکیلان به استدلال وکړي چې پر تهران د واشنګټن بندیزونه د دوستي له هغه تړون سرغړونه ده چې دواړو هېوادونو په ۱۹۵۵مېلادي کال کې لاسلیک کړی و.
د لسګونه کلونو پخواني دې تړون کې د امریکا او ایران ترمنځ پر دوستانه اړیکو، دوه اړخیزې سوداګري، پانګهونې او د ډیپلوماتیکو اړیکو په منظم ساتلو ټینګار شوی دی.
0 نظرونه