په فلوریډا کې درې تنه ووژل شول
د امریکا متحده ایالاتو په فلوریډا کې پر یوه رسټورانټ د یو وسلهوال په ډزو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او گڼ نور ټپیان دي.
د فلوریډا ځایي پولیس وایي، برید کوونکي چې د انلاین وېډیویي گېمونو په سیالیو کې یې برخه اخیستې وه، پر نورو کسانو باندې له ډزو وروسته ځان هم وژلی دی.
بریدگر ٢۴ کلن ډېویډ کټس بلل شوی چې د مریلند ایالت د بالتیمور اوسېدونکی دی او یوازې د لاسي وسلې نه یې کار اخیستی دی.
0 نظرونه