سوکه سوکه توره ليکه هم د سرکار له لاسه وځي د کابل ـ کندهار پر لويه لاره ناامنۍ زياتې شوې
د کابل ـ کندهار لويه لاره له کلونو راهيسې د هېواد تر ټولو ناامنه لاره وه، خو په دې وروستيو کې تر بل هر وخت ډېره ناامنه شوې ده.
پخوا به د ميدانوردګ له مرکز څخه، د غزني پر خوا تر تېرېدو سمدستي وروسته ناامني پيلېده، د سړک يو بله خوا به سوځېدليو موټرو پر سر اخيستې وه او ځای ځای به غوړ سړک په چيغو کيسې کولې چې څه وحشت ورباندې تېر شوی دی.
پر لاره تلونکي مسافر به له کابله کندهار او هرات ته د سلامت رسېدو پر ځای، زيات پر دې باوري وو چې پر لاره به يا ورباندې چاودنه کېږي، يا به په کومه نښته کې بند پاتې کېږي او يا به ژوندي تښتول کېږي.
اوس د دې پر ځای چې حالت ښه شي، لا بتر شوی دی او پر دغه لويه لاره د وېرې او ډار ګراف څو چنده لوړ تللی دی.
پخوا به ښه و، د اردو سرتېري به د سهار په اته بجې د لارې سر ته تلل، لکه روزانه چې کوي، د سړک پر سر به تر څلورو بجو ولاړ وو او چې ماسپښين به قضا کېده، په لوړ مازديګر به موټرو ته وختل او بېرته به خپلو قرارګاوو ته روان شول.
که څه هم سرتېريو پر دغه لاره چندان طالبان نه وژل، نه يې جګړې ورسره کولې، خو بيا هم طالبان ترې ډارېدل او د ورځې په اوږدو کې به يې د سړک سر ته راختلو ته زړه نهشوای ښه کولای.
په دې سربېره، د کابل ـ کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د سرتېريو پوستې د دې لامل وې چې لاره يې تر يوې اندازې خوندي ساتلې وه.
خو په وروستيو مياشتو کې د دغې لويې لارې په اوږدو کې زياتې پوستې يا په لوی لای ټولې شوې او يا يې سقوط کړی دی.
په دې سربېره، اوس د ملي اردو سرتېري هم د ورځې په اوږدو کې پر دغه لاره ګزمې نه کوي او کرۍ ورځ په خپلو قرارګاوو کې تېروي.
همدا لامل دی چې اوس طالبان په ټکنده غرمه هم د سړک پر سر ولاړ وي او د مسافرو موټرونه تلاشي کوي.
سيد احمد له کندهاره تازه کابل ته راغلی دی.
دی وايي، له زابله، تر کابله پر دغه لاره اوس سرتېري نه ليدل کېږي، يوازې د ولايتونو په مرکزونو کې عسکر ليدل کېږي، نور نو هيڅ هم نهشته.
ده سرخط ورځپاڼې ته وويل؛
"پخوا چې به کابل ته راتلو، د لارې په اوږدو کې به مو سرتېري ليدل، يا به چېرې ولاړ وو، يا به يې پر لاره ګزمې کولې، د مسافرو زړونه به ورباندې ډاډه وو او مخالفانو هم جرات نهشوای کولای چې پر لاره ناامني جوړه کړي، خو پرون چې زه راتلم، له زابل را په دې خوا مې بيا پر ټوله لار سرتېري نه دي ليدلي."
دی وايي، ځينې پخوانۍ پوستې چې پخوا د لارې په اوږو کې جوړې شوې وې او سرتېري به پکې وو، اوس له يوې مخې ټولې شوې دي.
د غزني اوسېدونکی غلام حيدر خان وايي، اوس داسې ورځ کمه راځي چې د کابل ـ کندهار پر لويه لاره دې مسافر طالبانو نه وي کښته کړي.
دی وايي، طالبان په ښکاره تمامه ورځ د سړک پر سر ولاړ وي، د مسافرو لوی موټرونه له سړکه کښته کوي، کليو ته يې بيايي او بيا يو يو کس بېل بېل تلاشي کوي.
"طالبان چې سه صد و سه ودروي، بس بيا نو پکې ګوري، د خلکو موبايلونه ګوري، جېبونه به يې تلاشي کوي، که يې کارټ ورسره وموند يا يې په موبايل کې داسې شمېرې وليدې چې د چارواکيو وي، هماغه سړی له مخې سره کښته کوي."
دی وايي، داسې پېښې هم ډېرې شوې دي چې طالبانو حتا له کوم حکومتي کس سره عکس اخيستو په تور هم څوک وړي او وژلي دي.
د غلام حيدر په خبره، ځينې وخت بيا طالبان وار له مخه راپور تر لاسه کوي چې کوم مسافر په کوم موټر کې ور روان دی، بس دوی وار له مخه ورته اماده ولاړ وي او له ور رسېدو سره سم يې، له ځان سره بيايي.
0 نظرونه