د پاکستان نن او پرون؛  د جوړښت اصلي لامل او له امريکا سره اړيکې
۶ سنبله ۱۳۹۷ 130236 0 نظر احمدشاه انګار

د پاکستان نن او پرون؛ د جوړښت اصلي لامل او له امريکا سره اړيکې

 

دويمه/وروستۍ برخهستره لوبه

چین په افغانستان د امریکا پوځي حضور د خپل ځان لپاره سټراټېژيک خطر بولي او له ترهګري سره جګړه د خپل هېواد د محاصره کولو یوه پلمه ګڼي، ځکه د امریکا پر وړاندې د پاکستان ملاتړ کوي. لکه څنګه چې اوس مالومه ده روسیه هم د امریکا خلاف ده او داسې اوازې دي چې د امریکا خلاف د طالبانو ملاتړ کوي، ځکه د نړیوالو اړیکو ځینې پوهان په افغانستان کې روان حالت نوې "ګریټ ګېم" «لويه لوبه»‌ بولي.

که پاکستان د چین په خوله په خپل هېواد کې افغانستان ته د امریکا د اکمالاتو لار وتړي، د امریکا ګټې په اسانۍ سره په خطر کې اچوي، ځکه د افغانستان شا و خوا ټول هېوادونه د امریکا خلاف دي. چین اوس مهال د پاکستان په مرسته د امریکا پر وړاندې د ستړې کېدونکي یا Exhausted Tactic سټراټېژي تعقیبوي چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ښه ستړې کړي او بیا مجبوره شي دا سیمه پرېږدي.

دا پوښتنه پیدا کېږي چې‌ څنګه د پاکستان خلاف د امریکا سټراټېژي یو دم دومره شدیده شوه؟‌

لکه څنګه چې په امریکا کې عموماً دوه مخور ګوندونه له ډېره وخته حکومت کوي، په دې سره د ډیموکراټ ګوند زیات وخت خپله بهرني سټراټېژي د "ویلسنیزم تیوري" چې د امریکا د پخواني ولسمشر وېدرو ویلسن نظریات دي تعقیبوي، چې د هغه پربنسټ په نړیوالو مسایلو کې کوښښ کېږي د متخاصمانه تګلارو پر ځای، له ډیپلوماسي کار واخلي. که مو یاد وي د پخواني ولسمشر بارک اوباما په حکومت کې له پاکستان سره د دغو ستونزو د حل لپاره ډېر پر ډیپلوماټیکو تګلارو کار کېده، ان دا چې پاکستان ته د ایف ۱۶ جنګي الوتکو ورکول يې هم لغوه کړل.

خو د لیبرال ګوند اکثره وخت خپله بهرني پالیسي د "جګسنیزم" چې د جکسن له نظریاتو سرچینه اخلي، تعقیبوي چې د هغه پر بنسټ دوی له متخاصمانه تګلارې coercive diplomacy کار اخلي. ویلای شو چې د ټرمپ دریځ د پاکستان پر وړاندې له همدې تیوري سرچینه اخلي، که د ټرمپ پر ځای بل هر جمهوري‌پال ولسمشر وای، همدا ډول ګام به يې پورته کړی و، خو ټرمپ په دې برخه کې نسبتاً نورو ته ډېر جدي ګامونه اخلي، چې دا کار د جمهوري‌پال ګوند ډېری ولسمشرانو کړی، لکه بوش چې د عراق خلاف له همدې لارې کار واخیست.

لکه څنګه چي پروفیسور میرشایمر وايي، په سټراټېژیکه توګه د امریکا لپاره د چین شاوخوا هېوادونه نسبتاً اروپا ته نن سبا ډېر اهمیت لري او اروپا دویمه کټګوري کې راځي. د چین خلاف باید شاوخوا هېوادونه پياوړي او محاصره تنګه کړل شي چې په دې لړ کې د هند رول ډېر مهم دی، ځکه هند چین خپل سټراټېژیک خطر بولي او په دې اړه له امریکا سره هر ډول مرستي ته تیار دی او امریکا هم په افغانستان کې هنذ ته د ډېر رول ورکولو په تکل کې ده.

په Grand Strategy for India 2020 and Beyond کتاب کې راغلي،‌ د هند لپاره افغانستان له امنیتي اړخه مهم دی او علت يې هم پاکستان دی چې پاکستان د سټراټېژيک ډبت Strategic Depth پالیسۍ له لارې غواړي افغانستان یو client state وګرځوي چې بیا يې په اسانۍ سره د هند خلاف وکاروي، لکه د طالبانو په رژيم کې چې ښه بېلګه يې د هند مسافر وړونکې الوتکې د تښونې پېښه وه چې بیا يې څو پاکستاني ترهګر پرې راخوشې کړل او هند کوښښ کوي پاکستان په افغانستان کې دومره بوخت وساتي چې هيڅکله يې هند ته فکر هم نه‌شي، په افغانستان کې د پاکستان خلاف رژيم و اوسي بیا له همدې لارې پاکستان هم محاصره کړي.

معکوس پښتونستان؟

پاکستان هم د امریکا او هند دغه نږدېوالی د خپل هېواد پر وړاندې سټراټېژيک خطر بولي، لکه څنګه چې دا خبره د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف له بي‌بي‌سي سره په یوه مرکه کي کړې وه، په ننګرهار او کندهار کې د هند کونسلګرۍ د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره دي او افغانستان د پاکستان خلاف هند ته په خپله خاوره کې ډېر رول ورکړی.

لکه څنګه چې د کرزي د حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا له بي‌بي‌سي سره د خپل نوي کتاب په اړه په خبرو کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې د "معکوس پښتونستان" د مسالې ملاتړ کوي، یانې غواړي د پاکستان پولې ته نږدې د افغانستان ټول ولایتونه باید د طالبانو په کنټرول کې وي چې له دې لارې د پاکستان خلاف د هند د پلانونو مخه ډب کړي.

امریکا غواړي پاکستان هم د چین خلاف د امریکا د سټراټېژۍ ملاتړ وکړي او په دې برخه کې هند ځکه د امریکا ملا تړي چې هغه چین خپل سټراټېژيک خطر بولي، خو د امریکا او هند دغه دوستي پاکستان نور هم چین ته نږدې کړی او په دې برخه کې له امریکا سره مخالف دی، همدا د دې لامل شوې چې د امریکا او هند خلاف د چین، روسيي، پاکستان او ایران تر منځ اتحاد جوړ شي.

دا ټول هېوادونه له ترهګرۍ سره د جګړې په نامه په افغانستان کې د امریکا حضور د ځانونو لپاره خطر ګڼي او د امریکا جګړه تر پوښتنې لاندې راولي، په تېره بيا د "اسلامي دولت" «داعش» نومې ډلې پيدا کېدل، دوی ادعا لري امریکا ترهګري د دوی خلاف د خپلو سټراټېژيکو موخو لپاره د وسیلې په توګه کاروي.

دوی پوهېږي چې امریکا غواړي د منځنۍ اسیا د هېوادونو هایډرو کاربوني زېرمو ته لاسرسی پیدا کړي او په دې توګه د روسيې او چین نفوذ پر دې هېوادونو باندې کم کړي.

چین هم د نفتو په برخه کې امریکا ته محتاج دی، ځکه اکثره نفت له منځني ختیځ او ایرانه راوړي او د امریکا او چین تر منځ په شخړه کې امریکا په اساني دغه لار پر چین تړلای شي، چین اړ دی، په دې برخه کې ځان ته بدیل پیدا کړي چې یوازېنی بدیل يې د منځنۍ اسیا نفتي زېرمې دي.

د امریکا لپاره څه کول په کار دي چې د چین او پاکستان د دغه پلان مخه ډب کړي. زما په فکر که پاکستان همداسې یو قوي دولت پاتې شي او همدا پالیسي د امریکا د ګټو خلاف تعقیب کړي، دا به امریکا ته ستره سټراټېژيکه ماتې ورکړي. امریکا یوازې یوه لار لري، هغه دا چې پاکستان باید تجزیه کړي او په داخل کې د پاکستان خلاف پاڅونونو ملا وتړي لکه اوس چي يې په ایران کې کوي.

د امریکا له خوا د پاکستان پر وړاندې اوسني ګامونه لکه د نظامي مرستو ځنډول یا مالي مرستي بندول، زما په نظر چانې وهل دي چې اصلي موخه یې د چین او پاکستان نږدېوالی دی، نه د پاکستان له خوا د اورپکو ملاتړ یا په افغانستان کې د روانې جګړې پای ته رسول.

 

 

"د لیکوال پيژندنه

احمدشاه انګار سیاست‌پوه او د سولې او شخړو د مطالعاتو متخصص دی، دی ۱۵ کاله کېږي چې په ملي او نړیوالو رسنیو کې کاري تجربه لري. ښاغلي انګار په حقوقو او سیاسي علمو کې لیسانس او په هندوستان کې د سولې او شخړو په مطالعاتو کې د ماسټري تر کچې زده‌کړې کړې او لسګونه علمي مقالې يې د سولې، شخړو او سټراټېژیکو مسایلو په اړه په نړیوالو او ملي رسنیو کې خپرې شوې دي. انګار د افغانستان د اساسي قانون د څېړنې او تشریح تر عنوان لاندې کتاب هم لیکلی دی."

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې