په یاد ولره!
۶ سنبله ۱۳۹۷ 157039 0 نظر زین الله احمدي

په یاد ولره!


په یاد ولره، د تشویش او سودا پر وخت د مثبتو او تاکیدي عبارتونو لوستل ستا د روحي رنځونو په مقابل کې تر ټولو غوره معنوي درملنه ده.

  • په یاد ولره، ټول شرایط موقتي دي او هيڅ شی په خپل پخواني شکل سره باقي نه پاتېږي.
  • په یاد ولره، دا چې شرایط څه ډول تغیير کوي، دا یوازې په تا پورې اړه لري، ته هغه ښه یا خرابولای شې.
  • په یاد ولره، ژوند یوازې په چانس او نصیب سره نه خلاصه کېږي.
  • په یاد ولره، هيڅوک بد نه دي، ستا فکر بد دی، د هر چا په اړه مثبت فکر کوه.
  • په یاد ولره، که چېرې په ژوند کې هغه څه ته چې هیله یې لرې، خو نه رسېږې، دا په دې مانا نه ده چې خدای ناخواسته خدای ستا دعاګانو ته ځواب نه وایي، بلکې دلیل یې دا دی، د هغه څه په اړه چې ته فکر کوې، خلاف د هغه څه دی چې ته یې ارزو کوې.
  • په یاد ولره، هره ورځ داسې چلند وکړه چې ستا د نېکو کارونو رڼا پر نورو پرېوځي، خو هيڅکله په دې فکر مه کوه چې نور هم ستا په څېر عمل کوي او که نه؟
  • په یاد ولره، ستا رقیب ستا پرون دی، که تر پرون دې نن ښه وي پوه شه چې رقیب دې مات کړی.
  • په یاد ولره، شرایط  د هر انسان لپاره فرق کوي، هيڅکله هم خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوه، خپل نن او پرون ته وګوره چې نن څه یې او پرون څه وې؟
  • په یاد ولره، د نورو مینې، هڅونې او مننې ته په تمه مه کښېنه، خپله خپل ځان وهڅوه، وویاړه، مننه او ستاینه دې وکړه.
  • په یاد ولره، که مخالف او بدخواهان دې زیات شول، پوه شه چې ته د چټک پرمختګ په حالت کې یې، د خپلو اهدافو په تعقیب سره هغوی مات کړه.
  • په یاد ولره، په هڅې او کار سره ته سپوږمۍ کېدای شې که سپوږمۍ نه‌شې ستوری خو حتما در نه جوړېږي.
  • په یاد ولره، د «زه وخت نه لرم» جمله له تا لټ جوړوي، نور یې باید له ویلو ډډه وکړې، ژر به درته ثابته شي چې د ټولو کارونو لپاره وخت لرې.
  • په یاد ولره، ژوند فعل دی نه اسم، هغه د فعل په توګه ومنه، ‌ژوند عشق نه دی، عاشقېدل دي، ترانه نه ده، ترانه ویل دي، خندا نه ده، خندېدل دي.
  • په یاد ولره، د ژوند  پرون تاریخ، نن سوغات، سبا معما ده.
  • په یاد ولره، ته باید خپل فکر سم کړې، ځکه هغه ستا په خبرو باندې بدلېږي، خپلو خبرو ته پام وکړه، هغه ستا په عمل باندې بدلېږي، خپل عمل ته پام وکړه، ځکه هغه ستا په عادت بدلېږي، خپل عادت ته پام وکړه، هغه ستا په شخصیت بدلېږي، خپل شخصیت ته پام وکړه، ځکه هغه ستا په برخلیک بدلېږي.
  • په یاد ولره، پیسې او رتبه موقتي دي، ته باید خپل شخصیت سالم کړې، ځکه دا تر عمره درسره او تا ژوندی ساتي.
  • په یاد ولره، ستا فکر ستا ځمکه ده، څه دې چې پکې وکرل هماغه به رېبې.
  • په یاد ولره، انسان ونو او بوټو ته ورته دی، که ته کېله وې، کله هم ځان په خټکي مه بدلوه.
  • په یاد ولره، انسان نېکمرغه پیدا شوی، بدمرغه انسانان هم یوه ورځ نېکمرغه وو.
  • په یاد ولره، ژوند کول او او ژوندی اوسېدل توپیر لري.
  • په یاد ولره، دا مهمه نه ده چې څومره خلک تا پېژني، مهمه داده چې ته څومره خلک پېژنې.
  • په یاد ولره، مخکې تر دې چې نور درسره حساب وکړي خپله له خپل ځان سره حساب وکړه.
  • په یاد ولره، پر ځان باور دې هسکو ته رسوي، ته هر څه کولای شې، د نه یې شم کولای عبارت نور مه تکراروه.
  • په یاد ولره، خوړل او ویدېدل د ژوند وسایل دي، نه اساسي اهداف، د ژوند نوم لوی دی باید لوی لوی کارونه پکې وشي.
  • په یاد ولره، موږ ځکه دوه غوږنه او یوه ژبه لرو چې د خبرو کولو پر ځای دوه چنده غوږ ونیسو.
  • په یاد ولره، د خپلې ماتې او بریا مسوول ته یې، که د ماتې عامل نور بولې د بریا عامل هم بل څوک وبوله.
  • په یاد ولره، پورتنۍ جملې ستا شخصیت جوړوي، هره جمله دې چې په زړه پرېوته، په کاغذ یې ولیکه او په داسې ځای کې یې ولګوه چې هر کله دې سترګې پرې ولګېږي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې