پامپیو په عمران خان شپږیزې ته ملا تړلې
ټاکل شوې چې د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په اسلاماباد کې د پاکستان نوي لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو اورژبي وزیر شاه محمود قریشي ته د واشنګټن غوښتنې پر مېز کېږدي. د اختر په ورځو کې د مایک پمپیو او عمران خان تر منځ د ټلیفوني خبرو پر جملو د ټکر موضوع د پاکستان نوي حکومت ته په کړکېچن سرخوږي بدله شوه. د پامپیو دفتر ویلي چې عمران خان ته یې د ترهګرو پر ضد د رښتینې مبارزې سپارښتنه کړې وه، خو د عمران خان دفتر په شوې ټلیفوني جوړتازه کې د دې خبرې یادېدل رد کړل.
دا د اسلاماباد او واشنګټن تر منځ د ټلیفون پر جړې کرښې دلالت کوي چې د تار د رغېدو هڅې ته شاه محمود قریشي ملا تړلې. په دغه جړه لیکه یوه غاړه د یوې مهمې موضوع د یادېدو ټینګار لري، خو دا بله غاړه وايي داسې څه یې نه دي اورېدلي.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت منابع وايي چې له پاکستانۍ غاړې سره به د پامپیو را روانې خبرې د پخوا خلاف ستوغې، رڼې، بېپردې او بېحوصلې وي. امریکا غواړي په افغان خاوره خپله بوختیا کې د پاکستان ښکاره مرسته وویني.
په دغه برخه کې به د امریکا غوښتنه د هغو ټولو طالبانو پر ضد د نوي پاکستاني حکومت له خوا د نیونې او ځپنې هراړخیز عملیات پیل شي چې د هغه هېواد په ښارونو او غرونو کې د ایاسای له ملاتړه برخمن دي. دا ځل د امریکا غوښتنه تر پخوا لویه او د وخت له اړخه هم په حساس پړاو کې ده. یو خوا دافغانستان په دغه ختیځ او سویلي ګاونډي کې نوی حکومت را منځ ته شوی چې فکر کېږي د امریکا ترحم ته لېواله او د یوې نوې معاملې لپاره ځان برابروي.
پاکستان له امریکا سره د وروستیو کلونو د بېخونده اړیکو ترخه مزه وڅکله او د خپلې خولې د خوند ښه کولو لپاره یو ځل بیا د واشنګټن په دسترخوان د پنډېدو لپاره پر شونډو ژبه تېروي. د پاکستان د سپین او تور مخ له ښکارېدو سره سم واشنګټن د دغه هېواد پر نظامیانو بندیزونه پراخ کړل او ان د امریکا په نظامي پوهنتونونو کې یې د پاکستاني جنرالانو ګډون پای ته ورساوه.
په امریکا کې د پاکستاني سیاستوالو او پوځيانو کورنۍ هم د دوه اړخیزو بېخونده اړیکو قرباني شوې او د بچو د ژوند ښکلا یې له منځه تللې.
په واشنګټن کې د سویلي اسیا لپاره د ټرمپ د سټراټېژي د بیا کتنې محوري موضوع له پاکستان سره د امریکا پر راتلونکي چلند راڅرخي. ولسمشر ټرمپ ته نږدې کسان غواړي چې د اسلاماباد غوږونه دې ښه کش او د تر سره کړې دوه مخې پالیسۍ له کبله دې پر مخ څپېړې ور خښې کړای شي.
پاکستان په تېرو ۱۷کلونو کې تل له سپینې ماڼۍ د وخت تر لاسه کولو په خوښۍ کې امریکا تېرایستې. پامپیو غواړي چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۴مې او ۱۵مې په څېر پاکستان ته د خپلو غوښتنو یو ترتیب شوی ليسټ وسپاري چې زماني جدول پکې واضح وي. پر دغه ليسټ په واشنګټن کې وروستۍ چنې وهنې پیل شوې او تمه کېږي چې د سپټمبر په ۴مه به یې په اسلاماباد کې د عمران خان د بهرنیو چارو زیر ته وسپاري.
د ليسټ په سر کې د حقاني شبکې په ګډون د هغو ټولو طالبانو او وسلهوالو پر وړاندې رښتینې مبارزه پیلول راغلي چې په سیمه کې افغانستان، هند او امریکا ته ګواښ بلل کېږي. ان داسې راپورونه هم دي چې په سپارل کېدونکي ليسټ کې د یو شمېر وسلهوالو ډلو د مشرانو او غړيو نومونه ځای شوي چې امریکا یې د نیولو او یا وژلو پلان لري.
د ليسټ بله مهمه غوښتنه د سولې مېز ته د افغان طالبانو حاضرول بلل کېږي چې د روسیې د ناستې له خبر سره د سپینې ماڼۍ پام ور زیات شوی. واشنګټن فکر کوي چې د ماسکو په ناسته کې د طالب استازيو او پاکستان ګډون روسیې ته د سیمې د روان کړکېچ پر سر نوي امتیازونه ور په برخه کوي. د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې ډیپلوماټان له پاکستان سره نوې غېږ ایستنې ته نقشې جوړوي او له ښاغلي پامپیو سره ملګری پلاوی یې غواړي چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته پای ټکي د پاکستان په مټ برابر کړي. امریکا د خپلو اروپايي، عربي او هندي ملګرو په ملتیا له افغان کړکېچ څخه نویو لوبو ته خپل لاسونه خلاصول غواړي او هڅه کوي، له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې د پاکستان طرف او ونډه مالومه کړي.
امریکا د اسلاماباد او کابل له وروستي نظره وروسته په دوحه کې له طالب استازيو سره د اصلي خبرو مېز ته ورګرځي چې په افغانستان کې د امریکا پر راتلونکي پکې بحثونه راپورته کېدای شي. سره له دې چې امریکایانو لا څو اوونۍ مخکې په دې تړاو طالب اړخ ته خپل نظر په ډاګه کړی چې پر افغان خاوره یې پر اډو بحث بېګټې دی، خو طالبانو ته به لا واضحه کړي چې د امریکا په څېر له سترو قدرتونو سره لوبه څومره پېچلې او سرخوږوونکې ده.
امریکایان د ماسکو له ناستې وروسته په قطر کې له طالبانو سره د هغوی د دفتر په رسمي کېدو هم خبرې کوي او دا به طالبانو ته یوه ننګونه وي چې د ماسکو د ناستې له اغېز څخه دې په وتلې فضا کې له امریکايي ډیپلوماټانو سره رغنده خبرې وکړي. د امریکا او طالبانو راتلونکې خبرې له اسلاماباد څخه د مایک پمپیو، له کابل څخه د لوړپوړو امریکايي چارواکيو او له ماسکو څخه د شېر محمد عباس ستانکزي تر لیدنې وروسته ټولو اړخونو ته پېچلې بلل کېږي، خو پامپیو کېدای شي خبرو ته پاکستانۍ هوا ور پمپ کړي چې ژر یې ممکن د چاودنې غږ په ټوله نړۍ کې واورېدل شي.
0 نظرونه