سیاست مخ او څټ نه لري
۵ سنبله ۱۳۹۷ 123331 0 نظر سرخط ورځپاڼه

سیاست مخ او څټ نه لري

 

په افغانستان کې تل د هر مهم چارواکي له ګوښه کېدو یا استعفا وروسته د لوستو ځوانانو تر منځ اندېښنې زور اخلي، په تېره بيا د هغو پښتنو تر منځ کیسه تر سپورو ستوغو رسېږي چې په رسنیو کې د نظر وړاندې کوونکي دي. ځینې د ملي امنیت د پخواني مشر د ځينو غوندې استعفا ته په کتو افغانستان د ناامنۍ تر څنګ د سیاسي بې‌ثباتي پر خوا روان بولي. د حکومت له اډانې په مهم وخت کې د مهمو څېرو په څنډې ته کېدو سره دا شکونه په پراخېدو دي چې د افغانستان د نظام ستنې لړزېدو ته نږدې کېږي او که له یوه او بله همداسې لاسونه څنډ وهل کېږي، لرې یې نه ګڼي چې روان امنیتي او سیاسي کړکېچ نور هم پېچلی شي.

د ښاغلي اتمر استعفا له دریو حالتو خالي نه بلل کېږي. یو شمېر د هغه د استعفالیک متن ته په کتو فکر کوي چې د اتمر او ولسمشر تر منځ د وروستیو ناامنیو پر سر ناندرۍ زیاتې شوې او ولسمشر ترې د استعفا غوښتنه کړې. اشاره یې هم پر غزني ښار او ارګ د وسله‌والو برید ته ده چې د ولسمشر غوسه یې سر ته خېژولې ده. ان داسې ویل کېږي چې د غزني په اړه د ناسمو مالوماتو له کبله ولسمشر د ښاغلي اتمر په ګډون پر ډېرو نږدې یارانو باور له لاسه ورکړ.

دویم حالت د ولسمشر او ښاغلي اتمر تر منځ د سیاسي اختلافونو مساله بلل کېږي چې تېرو څلورو کلونو ته په کتو تر ډېره سمه نه برېښي. برعکس د ملي امنیت د شورا پخوانی مشر د ولسمشر ښی لاس بلل کېده چې ان د بهرنیو چارو د وزارت امور، د سولې د پرمختګونو او بریاوو په ګډون د ټولو امنیتي مهرو د ټاکلو واک ورسره وو او د ښاغلي غني له پراخ ترحم څخه له خورا ډېرو برخمنو مشرانو بلل کېده.

پر ښاغلي اتمر د ولسمشر غني باور د ډېرو په اند تر اندازې وتلی و او ان د بن له ناستې را وروسته دغه افغان سیاستوال د پخواني ولسمشر کابینې ته د ښاغلي غني له خوا ور معرفي شو چې د کلیو د پراختیا وزارت او ترې وروسته د پوهنې او کورنیو چارو په مهمو وزارتونو ونازول شو.

ښاغلی اتمر یوازېنی افغان مشر دی چې په وروستیو لسو کلونو کې دوه ځلې له خپلې امنیتي دندې استعفا کوي.

درېیم حالت راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ښاغلي اتمر لېوالتیا ښوول کېږي چې له ښاغلي غني خوښ او خپه به راټول او د یوې منظمې ټاکنیزې ډلګۍ په چوکاټ کې به یې لوبې ته تنظیم کړي. دا احتمال ان څو میاشتې مخکې لا کېده چې ممکن د ښاغلي غني دغه نږدې ملګری پر نوې لار خپل مزل ته زړه ښه کړي. د ولسمشري د ټاکنو د نېټې په اعلان سره د ښاغلي اتمر مخالفان فکر کوي چې دی به د ولسمشر په لارښوونه د ټاکنو په ډګر لوبې ته ور مخ ته شوی وي، خو پلویان یې فکر کوي چې دغه ځیرک بلل کېدونکي افغان سیاستوال په تېرو ۲ کلونو کې داسې ډېر څه کړي چې ممکن د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې د ولسمشر غني له مخکښو ننګوونکو یو وي.

ولسمشر غني د غازي امان الله خان، پاچا ظاهرشاه، سردار داودخان، نورمحمد تره‌کي او ډاکټر نجیب الله احمدزي تجربو ته په کتو په روان کړي سیاست کې بریالی ښکاري او پر هر ملګري باور ته د شک له کړکۍ کتل یې مهم خاصیت ګڼل کېږي چې د ستونزې د مخنیوي په پار جړې شوې غوټې ته پر خپل وخت لاس ور تېروي.

هغه هڅه کوي چې په ستونزمنو حالاتو کې هغه څه وکړي چې ډېر یې د کړکېچ پر لور پورته کېدونکي ګامونه ګڼي، خو پخپله ښاغلی غني یې د دې هېواد د بحران د قابو کېدو هنر بولي.

ښاغلی غني غواړي روان وضیعت په فرصت بدل کړي او له راتلونکيو پرمختګونو د ځان او افغانستان لپاره ګټه پورته کړي. د ولسمشر د مخالفانو هغه ادعا هم پوچه وخته چې ولسمشر به یې د ښاغلي اتمر او اکلیل حکیمي په مشري د ډلګۍ له خوا کلابند باله. که د دې سياسي اړ و دوړ په جريان کې د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت مشر هم د ولسمشر په غوښتنه خپلې دندې خوشې کړي، دا د افغانستان په تاریخ کې د امنیتي سکټور د مشرانو یو ځلي بدلون بې‌سارې پېښه ده چې ولسمشر پکې خپل رښتینی واک نندارې ته وړاندې کوي.

دا له څلورو کلونو وروسته د ولسمشر د واک بې‌مثاله ننداره بلل کېږي چې غواړي په وروستي اوور کې څو اسمان‌څکې شپږیږې ووهي.

د نظام دننه او بهر د ولسمشر سیاسي مخالفان خوښ دي چې د څو کسیزې لوبډلې مهمې ویکټې یې یو په بل پسې غورځېږي او فکر کوي چې لوبه د دوی په ګټه پای ته رسېدونکې ده، خو د ۲۰۱۴ کال له وروستیو شپو ورځو راهیسې د ښاغلي غني سیاسي سیالان د ورته خوشبیني په ټال زنګېږي، خو چې را بیدار شي لوبه سرچپه روانه وي.

له رسنیو سره په خبرو کې د ولسمشر سیاسي مخالفانو د دغه هوښیار بلل کېدونکي سیاستوال «اتمر» د راخپلولو کمپاین پیل کړی او د حکومت په دننه کې یې د هغه د رول په ستاینو لاس پورې کړی. موخه په راتلونکو ټاکنیزو سیالیو کې د ښاغلي اتمر په محور د ورګډېدو او یا په خپل ترسیم کړي چوکاټ کې د هغه راګډول دي، خو لوبه په ګرمېدو او د سیاست نوې څېرې په راښکاره کېدو دي.

د افغانستان په څېر په لړزانده او ټکنیو هېوادونو کې تر ټاکنو مخکې د پېچلو تشکیلاتي بنسټونو د نړېدو او را منځ ته کېدو امکان عادي چاره بلل کېږي او لږ تر لږه د سیاست یو تعریف رښتیا کوي چې په سیاست کې تور او سپین یا مخ او څټ، یا دایمي دوست او دښمن معنا نه لري، برعکس سیاست د واک تر لاسه کولو، واک ساتلو او واک غځولو یوه پېچلې لوبه ده چې هرڅه پکې روا بلل کېږي.  

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې