د پاکستان نن او پرون؛ د جوړښت اصلي لامل او له امريکا سره اړيکې
لومړۍ برخه
تاریخي شواهد ښيي چې تر دويمې نړیوالې جګړې وروسته د پاکستان جوړښت د انګلستان له خوا په دې سیمه کې د سټراټېژیکو موخو لپاره و. یانې افغانستان او چین شورويپلوه هېوادونه وو او په هند کې هم موجود پیاوړی ګوند کانګرس هم شورويپلوه تمایل لاره؛ نو د شوروي د مهار لپاره د هالفورډ میکنډر د هارټ لنډ او نیوکلاس سپایکمن د ریملنډ د تیوريانو پر بنسټ، د غرب د سټراټېژیکو موخو د ساتلو لپاره په دې سیمه کې د یو نوي انګلیسپلوه هېواد جوړېدل اړین و.
خو دويمې نړیوالې جګړې د لويې بريتانیا اقتصادي او پوځي ځواک کمزوری کړی و چې له امله يې پاکستان یوازې پرېښودل شو، ان دا چې انګليستان په هند سمندر کې خپله سمندري پوځي اډه د دیګو ګراسیا هم امریکا ته وسپارله. پاکستان د څو متخاصمو قدرتونو په منځ کې ګیر پاتې شو، ځکه چین او افغانستان دواړه شورويپلوه هېوادونه وو او د هند په سټراټېژي کې پاکستان اوس هم د لوی هندوستان قلمرو دی. پاکستان په وېره کې و چې امکان شته چې هند يې بېرته لاندې کړي او ورسره سم په ملګرو ملتونو کې افغانستان هم د پاکستان د خپلواکي خلاف رایه ورکړې وه، ډېورنډ لاین په رسمیت نه پېژني، مانا د پاکستان پر زیاته ځمکه ادعا لري.
دا چې په پر نړیوال نظام عموماً لوبه د ریالیزم یا پاور پولټیکس پر اساس تعریفېږي او د ساړه جنګ په جریان کې هم نړیوالې بازۍ د همدې تیوري د Relative gains پر بنسټ تعریف کېدلې او د دې تیوري پر بنسټ کوچني قدرتونه د ځان د بقا په خاطر اړ دي چې د ځان لپاره امنیتي چتر یا security umbrella ولري؛ نو پاکستان هم دې ته اړتیا لرله چې باید یو امنیتي چتر پیدا کړي.
په لومړي سر کې يې کوښښ وکړ چې له شوروي اتحاده ګټه پورته کړي، خو بریالی نهشو؛ نو امریکا متحده ایالاتو ته يې لاس اوږد کړ، امریکا هم په دې سیمه کې د خپلو سټراټېژيکو ګټو د ساتلو لپاره همداسې ځای ته اړتیا لرله، ځکه د جورج کنان د مهار د تیوري پر بنسټ له شوروي سره مبارزه باید د مخامخ جګړې له لارې نه، بلکې د مهارولو له لارې وشي او شوروي مات شي، امریکا هم له پاکستان سره د سیټو او سنټو په نامه تړونونه لاسلیک کړل. د نیکولاس سپایکمن د ریملنډ د تیوري پر بنسټ چې تر اوسه لا د اسیا لپاره د امریکا د سټراټېژي یوه برخه جوړوي، د شوروي د مهار لپاره باید د شوروي شا و خوا امریکاپلوه هېوادونه و اوسي چې همداسې هم وه، خو یوازې دغه ځای چې پاکستان او افغانستان خالي وو او امریکا وېره لرله چې له همدې لارې به شوروي اتحاد، د تزاري روسيې د زړې سترې لوبي old great game سټراټېژي تعقیب کړي او ګرمو اوبو ته به لار پیدا کړي، ځکه باید دغه لار پرې وتړل شي.
په ۱۹۶۲م کال کې د چین او هند تر منځ سرحدي شخړې پاکستان دا چانس هم په لاس ورکړی چې له هند څخه د ځان ساتنې لپاره باید یوازې پر امریکا تکیه و نهشي، په ځانګړي ډول دغه مفکوره ذوالفقار علي بوټو لرله چې باید چین هم خپل سټراټېژيک ملګری او د چین له امنیتي چتر څخه هم ګټه پورته شي. لکه څنګه چې د تهاجمي ریالیزم د تیوري یو تیورسن امریکايي پروفیسور جان میر شایمر وايي چې د ساړه جنګ په جریان کې د شوروي د کمزوري کولو لپاره او د مهار د کړۍ د پوره کولو لپاره د چین ملګرتیا د امريکا لپاره ډېره اړینه وه او د تېلو شاهانو په کتاب کې لیکل شوي چې پاکستان په ۱۹۷۰ کلونو کې د امریکا او چین په نږدې کېدو کې رغنده رول و لوباوه.
پاکستان او چین دواړو هېوادونو په افغانستان کې د شوروي خلاف جګړه کې د امریکا په ګټه کار وکړ چې له دې جګړې څخه پاکستان ډېره ګټه هم پورته کړه، ان دا چې پاکستان د چین او امریکا په مرسته د اټومي طاقت خاوند شو، خو دا چې په سیاست کې دایمي دوست او دایمي دوښمن نهشته او یوازې دایمي ګټې دي، ځکه د پاکستان او امریکا دوستي تر ابده نهشي کېدای. اوس مهال د پاکستان لپاره د چین او امریکا یانې دواړو رقیب هېوادونو دوست ساتل سخت برېښي.
اوسني حالت
د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپټمبر د ۱۱مې له پېښو وروسته د چین په ګډون ټولې نړۍ د امریکا له ترهګرۍ سره د جګړې یا war on terror ملاتړ وکړ، پاکستان هم امریکا ته له خپلې خاورې د افغانستان پر ضد د استفادې اجازه ورکړه، خو دغې همکارۍ ایله تر ۲۰۱۴ کاله دوام وکړ.
دا خبره ډېره ساده ښکاري چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا پاکستان غولولې او دوه مخې لوبه يې ورسره کړې، ځکه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په وار وار ویلي چې موږ امریکا ته له پاکستانه د اورپکو د راتګ په اړه ویلي وو، خو امریکا به ویل پاکستان زموږ سټراټېژيک ملګری دی او موږ نه غواړو له پاکستان سره اړیکې خرابې کړو.
"مصنوعي جهاد"
د هغه تر څنګ دا خبره ځکه ساده مالومېږي چې د سړې جګړې په اوږدو کې ډېری دغه مدرسې چې اوس مهال د افغانستان لپاره په پاکستان کې جګړهمار روزي، د امریکا په مرسته له پخواني شوروي سره د جګړې لپاره جوړې شوې چې همدا خبره څه موده مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د امریکا د ولسمشر د خبرو په ځواب کې وکړه چې د شوروي خلاف جګړه د امریکا له خوا پیل شوی "مصنوعي جهاد" و، دا نو څنګه امکان لري چې امریکا دې په دې نه وي خبره چې پاکستان د طالبانو، القاعدې او حقاني شبکي ملاتړ لري.
په داسې حال کی چې د القاعدې پخوانس مشر او بنسټګر او د وسلهوالو طالبانو دواړه پخواني مشران ملا محمد عمر او ملا اختر محمد منصور دواړه د پاکستان په خاوره کې وو، همدارنګه د "ناسم دښمن" یاWrong Enemy کتاب کې هم یادونه شوې چې پاکستان د افغان دولت د مخالفو وسلهوالو لاسنیوی کوي.
زما په فکر اصلي خبره له ترهګرۍ سره د جګړې مساله نه ده، بلکې اصلي خبره په پاکستان کې د چین د نفوذ ډېروالی دی چې په سټراټېژیک ډول د امریکا د ګټو لپاره سټراټېژیک خطر دی، همدا خبره له هند او امریکا سره د نږدېوالي لامل هم شوې.
لکه څنګه چې پروفیسور جان میر شایمر وايي، چین به هيڅکله په سولهیز ډول مخ ته ولاړ نهشي. د ښاغلي میر شایمر په اند، د امریکا پر وړاندې اوسنی سټراټېژيک خطر چین دی، ځکه چین ورځ تر بلې په یو سیمهیز هجمون یا برلاسي قدرت بدلېږي او لکه د امریکا لپاره چې د مونرو دوکتورین پر بنسټ، هيڅ بهرنی قدرت باید د امریکا په سیمه Wester Hemisphere کې نه وي، همدا ډول پالیسي چین هم لري، هر کله چې چین په سیمهیز هجمون بدل کړي، بیا امریکا ته په دې سیمه کې د پاتېدو اجازه نه ورکوي.
امریکا خپلې سټراټېژیکې ګټې د متخاصمانه یا له coercive لارې تعقیبوي، خو چین يې بیا له سولهیزې لارې تعقیبوي چې همدا ډول پالیسي جاپان په ځینو سیمو کې تر دویمې نړیوالې جګړې مخکې تعقیبولې او امریکا په دې پالیسي پوهېږي چې د پاکستان او چین تر منځ اقتصادي دهلېز د چین له خوا د همدې پالیسي برخه ده چې چین غواړي دغه هېوادونه تر خپل کنټرول لاندې راولي او بیا له همدې لارې د امریکا د مهار سټراټېژي ناکامه کړي.
نور بيا...
0 نظرونه