په نړۍ کې د ایډز خطر لا هم ژوند دی
روغتیايي کارپوهان له هغه څه چې د ایډز ناروغي زیاتېدا او بېرته راتګ یې ګڼي، اندېښنه ښيي.
د جان هاپکنز پوهنتون ډاکتر کریس بیر ویلي، تر اوسه د ایډز په اړه د دوی کار پای ته نه دی رسېدلی.
هغه خبرداری ورکوي چې که دولتونه او خلک د دې ناروغي په اړه خپلې خوشبینۍ ته دوام ورکړي، حالات به خراب شي.
اوسمهال په نړۍ کې نږدې ۳۶ میلیونه انسانان په ایډز اخته دي او یوازې تېر کال له دې ناروغي یو میلیون انسانان مړه شوي دي.
0 نظرونه