پومپیو په برما کې نسل وژنه غندلې
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، امریکا به له هغو کسانو سره حساب و کتاب وکړي چې په برما کې یې د روهنګیايي مسلمانانو د نژادي تصفیې لپاره هڅه کړې.
مایک پومپیو په خپل ټویټر لیکلي؛ "یو کال مخکې د وسلهوالو لهخوا تر مرگونو بریدونو وروسته امنیتي قواوو په برما کې د روهینگیایانو په ناوړه نژادي تصفیې لاس پورې کړ".
هغه زیاته کړې؛ د برما پوځ باید بشري حقونو ته درناوی وکړي او پرېږدي چې په برما کې ډېموکراسي بریالۍ شي.
د برما حکومت تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د څرگندونو په هکله غبرګونه نه دی ښوولی.
0 نظرونه