نه د سدیس نه د سلمان منمه  زه د ماسکو د سره جانان منمه
۴ سنبله ۱۳۹۷ 124420 0 نظر سرخط ورځپاڼه

نه د سدیس نه د سلمان منمه زه د ماسکو د سره جانان منمه

 

د مکې معظمې د غونډې او د اسلامي نړۍ د وتلو مذهبي عالمانو پر ځای یې د ماسکو او پوتین بلنه ومنله. دوی د مسلمانانو د ورورګلوي پر ځای له امریکایانو او روسانو سره د ورورۍ او خواخوږۍ یارانې تازه کوي. دوی ته پوتین ورور او ایلیس ویلز خور برېښي. دوی د افغان د وژنې لپاره له پوتین او سرګي لاوروف څخه د وسلو غوښتنه کوي. پلرونو اونیکونو یې له امریکا څخه د روسیې د شړلو په پار وسلې او راشنونه غوښتل، خو بچیان او لمسیان یې د امریکا ځپنې په نوم له هماغې پرونۍ روسیې د کلاشینکوف کاکا غوښتنه کوي.

په ډاټسن موټرو سربېره روسي وسلې هسې هم د طالبانو د خوښې وسلې دي چې له تېرو ۲ نیمو لسیزو راهیسې یې لوړ پوړي او ټیټ پوړي پر اوږو سپرې ګرځوي. د ضمیرکابلوف هغه وینا به د ډېرو له یاده وتلې وي چې طالبانو ورڅخه له پیسو وروسته د وسلو غوښتنه کړې وه.

روسان په خورا سیسټماتیک ډول له وسله‌والو طالبانو سره په اړیکو ټینګولو بریالي شول. د دغو اړیکو غوټې د لوګر په ارزه ولسوالي کې د یوې چورلکې د روسي پیلوټانو له نیول کېدو او خلاصېدو سره ټینګې شوې او میاشت له مخه د جوزجان په درزاب کې د داعش د جرړو په ایستل کېدو سره پرې د باوري دوستانې ټاپه ولګېده.

طالبانو ته د کریملین تر منارونو لاندې ناست سورمخي سکني ښکاري او فکر کوي چې که غني او له مخه کرزي تور اوباما او ژېړ سري ټرمپ ته لاس ورکړی، دوی هم د جودو تور کمربند لرونکي پوتین او ضمیر کابلوف ته غاړې ورکولای شي. سیالي په پراخېدو ده او لوبه په تکرارېدو ده.

په جنګي مورچلو کې ناست چړي د روسیې په پیسو او وسلو د جهاد غاړې تازه کوي. په کلیو او بانډو کې په ټلیفوني لډو بوخت وسله‌وال طالبان تمه کوي چې مشران به یې له ماسکو څخه د الوتکو ضد توغندي وغواړي او که یې تر لاسه کړل، د دوی په باور لوبه د سوریې په څېر په څټ روانولای شي.

له ټرمپي بندیزونو اغېزمنه روسیه له امریکا د غچ اخیستلو تر ټولو مناسب ځای افغانستان ګڼي چې پخپله یې هم پکې ۳۲ غاښونه لا له مخه توی شوي دي. د سپټمبر پر څلورمه د ماسکو د ناستې لپاره د طالب پلاوي مشري شېر محمد عباس ستانکزی کوي چې ویل کېږي په هند کې یې څو لسیزې وړاندې نظامي زده‌کړې کړې او د روسي وسلو له ځانکړو مینه‌والو دی.

د طالبانو دغه په اصطلاح ډیپلوماټ چې په روانه انګرېزي پوهېږي غواړي چې په ماسکو کې د ډیپلوماټیک بري پر ځای له کریملین سره د طالب غورځنګ د راکړې ورکړې مزي ټینګ کړي او که وکولای شي په روسیه کې یو نیمه رسمي دفترګوټی ولري.

روسانو اوس ویلي چې د غونډې موخه په افغانستان کې سولې ته د طالبانو هڅول او د طالبانو او روسیې تر منځ د اړیکو ټینګول دي چې د دوی په خبره په افغانستان کې بوخت روسان او په دوی پورې تړلې پروژې د طالبانو له بریدونو او ضرره خوندي کړي. طالبانو مخکې لا روسانو ته په دې تړاو شین څراغ ورکړی او د ماسکو له راتلونکې ناستې یې تمه پر امریکا او کابل د فشار زیاتول دي.

طالبان غواړي امریکایان او د ولسمشر اشرف غني حکومت وننګوي چې که غوښتنو ته یې مثبت ځواب و نه ویل شي، د نړۍ او سیمې مخکښ هېوادونه یې هر ډول ملاتړ ته تیار دي. په دې کې شک نه‌شته چې واشنګټن به دغه ناسته د خپلو استخباراتي کړیو په مټ له نږدې څاري، خو کابل ته لوبه ګرانېږي او لومړي لاس مالوماتو ته یې لاس‌رسی ناشونی کېږي. په داسې حال کې چې د کابل او ماسکو تر منځ رسمي ډیپلوماټیک اړیکي تاوده بلل کېږي، خو په غونډه کې د افغان پلاوي نه ګډون دغه اړیکې پیکه کولای شي.

له ۱۸ کلونو جګړې وروسته دا د افغانستان د جګړې په مقابل اړخ کې د روسیې تر ټولو ښکاره ښکېلتیا ده چې له یوکراین او سوریې وروسته یې پر افغان خاوره خپل سیاسي او نظامي تمرکز زیات کړی دی. په دواړو یادو شویو جګړو کې ماسکو د واشنګټن پر پلانونو خاورې واړولې او هماغو بریاوو د دې جرات ورکړ چې په افغانستان کې هم د شخړې او حل یوه ټاکونکي اړخ ته کیږدۍ ووهي. له طالب پلوو کسانو پرته په افغانستان او سیمه کې ډېر پر دې باور دي چې د ماسکو په غونډې سره عملاً د افغانستان روان کړکېچ پر یوه نوي پېچومي ور برابرېږي چې د ګوډ و مات افغانستان ختل پرې ستونزمنوي او د دغې۴۰ کلنې جګړې حل له یوه بل تیاره برخلیک سره مخامخ کوي.

دا ناسته د طالبانو او واشنګټن تر منځ پر مخامخ خبرو هم د ځینو په اند منفي اغېز کوي او په افغان کړکېچ کې یوې بلې مهمې غاړې «روسیې» ته هم د ویټو حق ور په برخه کوي. له پاکستان او امریکا وروسته روسیه هم د دغې لانجې په یوه داسې اړخ بدلېدونکی دی چې د سولې او پخلاینې په راتلونکي بهیر کې به یې رضا کول د کابل او طالبانو لپاره یوه پېچلې ننګونه وي.

د پوتین هڅو ته په کتو داسې برېښي چې طالبان هم د سیمې د سیالیو د یوې وسیلې پر ځای د پخوانیو مجاهدینو په څېر د نړیوالې سیالۍ په کرایي وسلې بدلېږي او افغانستان د سړې جګړې په څېر د تودې جګړې په یوه تازه مورچه بدلوي چې سونګ توکي به یې د ډېرو نورو کلونو په مخه یتیم افغانان وي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې