د حامد کرزي وراسته شوي پياز
۴ سنبله ۱۳۹۷ 145164 0 نظر جمشيد غزنيوال

د حامد کرزي وراسته شوي پياز


پلار مې کور ته يو زوړ کتاب نه پوهېږم د چا له کوره راوړی و، چې د غوړو د کاغذ ورکړې دوتنه مې يې واړوله، لغړې د ملا نصرالدين ټوکې دي. يوه يې د کرزي صاحب تر عادتونو پورې را ياده شوه. تر ټوکې له مخه به يوه يادونه وکړم، هغه دا چې د ځينو خلکو لاسونه تور سپي څټلي وي چې چا ته زړه ونيسي، ورته وايي چې نه دا سږی دی.

کرزی صاحب چې د پخوانۍ دورې څېره ده، په همداسې احسان فراموشيو ډېر اوړي. د کوم جهادي رهبر په يادغونډه کې يې يو چا همداسې زړه په سږي تعبير کړ او مخامخ يې پلار و نيکه په لاس ورکړل، لکن کرزي صاحب ته له خپل فطرته تېرېدل ممکنه چاره نه ده، له زړه مجبور دی او په خپله دوره کې يې هم هغه څه وکړل چې شېبه وروسته به پخپله هم پورې حيران و او ياران به يې هم په دوه کې نښتي وو چې اوس دغه پر ته کوم وزر ورکړي.

ملا نصرالدين ته چا وويل چې ملا صاحب هغه دی د وريجو ډک غوری يې تېر کړ!

ملا ور غبرګه کړه؛ نو زما يې څه؟

ويل يې ستاسې کره يې يووړ! ويل، نو ستا يې څه؟

کرزی صاحب دې يې نه وړي، نه دې يې راوړي، کله پر نورو د همداسې غوريو زېري کوي او کله چې بيا په خپل رنګ کې کوټ شي، رټ ځواب ته ګونډه ماته کړي.

کرزي صاحب څه موده وړاندې د نظام پر وړاندې د داسې جوړ شوي ايتلاف ملاتړ اعلان کړ چې هغه د چا خبره، د کرزي صاحب د وقار په ملا کې يې تړ ور وکړ. کرزي صاحب د ايتلاف په حواله ليکلي وو چې «د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د افغانستان د لوی ملي ائتلاف له اهدافو څخه چې د مختلفو سیاسي ګوندونو، ولسي شوراګانو، مدني ټولنو او د بېلابېلو ولایاتو د نمایندگانو په ګډون جوړ شوی او د افغانانو ترمنځ د اتحاد او اتفاق د تقویت او په هېواد کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کېدو هڅه کوي، خپل کلک ملاتړ اعلانوي.

حامد کرزی هیله څرګندوي چې د افغانستان ټول خلک د دغه شان مشترکو هڅو له لارې په هېواد کې د پردیو لاس وهنو او د افغانانو ترمنځ د نفاق اور ته د لمن وهلو مخه ونیسې او د دې باعث شي چې د افغانانو ملي یووالی او ملي حاکمیت لا ټینګ، ولسواکي تقویت ، په هېواد کې سوله تامین او د شفافو، عادلانه او سرتاسري ټاکنو لپاره زمینه برابره شي.»

اوس پوښتنه دا ده چې ټاکنې له ايتلافه پرته نه کېږي او که څنګه؟ دويم دا چې ولس په دغه ايتلاف کې له را ټولو څېرو څه ډول خاطرې لري؟ ايا ټاکنې په دوی منظمې شي او که له دوی وساتلې شي؟

د نورې نړۍ سياستوال چې کله خپله سياسي دوره تېره کړي، په دې هڅه کې نه وي چې د خپلې دورې د تېروتنو د پټولولو لپاره د نظام پښې ووهي. د امريکا کوم رييس جمهور چې کله د واک دوره سر ته ورسوله، رنګمالي يې پيل کړه. د امريکا په ټلوېزيوني چينلونو کې اوس د بوش او اوباما څېره ډېره په تکليف هم نه ليدل کېږي. زموږ کرزی صاحب ان په افغان ټلوېزيونونو برسېره د نړۍ په رسنيو کې هم له خپلې شنې چپنې سره د هر کور مېلمه وي.

دا شايد بده نه وي او قانوني ممنوعيت هم نه‌شته چې متقاعد ولسمشران دې له رسمي دورې ور ها خوا هيڅ سياسي فعاليت نه کوي، لکن دا بيا لازمه ده چې خپل سياستونه تر دوی وروسته د راغلي حکومت په مخالفت کې د نظام له تقويې سره عيار کړي. د کرزي صاحب د دورې تېروتنې اوس د تاريخ بابونه دي، که يې دی د اوسني نظام د حيثيت د داغمنولو په وسيله د پټولو هڅه کوي، د کعبې په تمه ترکستان ته روان دی.

د کرزي صاحب په دوره کې د مشت نمونه خروار په توګه هغه خبره کافي ده چې ويل يې فساد وکړئ، خو پيسې خارج ته مه وړئ.

د نړۍ په هيڅ قاموس کې به د ناقانوني د تشويق او تطبيق په حصه کې د ولسمشر صريح انعطاف او بلکې امر پيدا نه کړل شي، مګر کرزي صاحب ډيموکراټيک نظام د خانۍ په دود چلاوه. اجمل اند وايي؛

ښايست د دنګو جونو د چيلم په لوګي ورکړي

د کلي په خانانو کې ناځوانه پاتې شوی

له کرزي صاحب څخه ځوانان په ملي مسايلو کې د ثبات توقع لري، د ده پر فيسبوکي پاڼه د دغه ايتلاف د ملاتړ په ورځ تر زرو ډېرو لوستو کسانو ليکل کړي وو، ان ځينو ترخه ژبه هم کارولې وه. د دوی ټولو رايه دا وه چې کرزی صاحب بايد له نظام سره اوږه په اوږه د زورورو او ښکرورو د مهارولو چارې ته د وياړ وظيفه ووايي، مګر برعکس دی معمولاً د حکومت په مقابل سنګر کې په ډزو اخته وي، د حکومت د نقد پر ځای د نظام د حقد ګټې ته ناست دی.

د کرزي صاحب کور د توطيو او رسنيو د انحصار لپاره د تګلارو د جوړولو په هډه بدل شوی، کرزی صاحب د داسې مشاورانو له کمي سره مخ دی چې دی د ولس له هغه ليدلوري په اصل شکل خبر کړي چې د ده په اړه يې لري.

د ده د دورې تاريخي او سياسي تحليل پر خپل ځای، لکن دا هر چا ته ثابته ده چې کرزي صاحب د ځان په اړه د تاريخ د منفي قضاوت له وېرې نورو تېروتنو ته لاس واچاوه. کرزي صاحب طالب ته له ورور ويلو ان له امريکا سره وچ په وچ د تړون تر فسخې ټول متناقض سياستونه مخ ته يووړل او کابو پر هره فيصله يې د تجديد نظر ارمان کړی دی. مثلاً طالب ته به يې په عاطفي شوي حالت کې ورور ووايه، مګر د قطر په دفتر کې يې د هغوی بيرغ په ډېر غضب ځمکې ته را وغورځاوه. د ده په دوره کې د امريکا د B52 طيارو په وسيله ملکي تلفاتو کرزی د پښتانه د کور پر سر د ټکې په شان معرفي کړی و.

کرزي صاحب ته په وروستيو کې ځان د هغه اوبووړي په څېر ښکاره شو چې د را کښولو څوک يې نه وي او هر اغزي بوټي ته لاس اچوي.

د کرزي صاحب تر ټولو لويه ستونزه دا ده چې د ټولو د خوشالولو هڅه کوي، له دغسې کسانو متاسفانه اخېر ټول خپه کېږي.

کرزي صاحب ته د ملت د بابا «اعليحضرت ظاهر شاه خان» تجربه پر وړاندې پرته ده، خو داسې ښکاري چې دی له هغې نسخې د استفادې اراده نه لري. د ملت بابا د ملت لپاره د ځان پر وړاندې په ډېرو لويو مسالو کې خاموش پاتې شو. داود کودتا پرې وکړه، خو ده د هېوادني پت د ساتلو له مخې هيڅ و نه ويل. تر پايه د خپل وقار د خاموش غره پر سر د خير له يوې نيمې مشورې سره پاتې شو.

د عمر په وروستيو شپو کې چې وطن ته را وګرځېد، يو عالم هيلې يې مخ ته غونډې شوې، ټولو د وطن کيږدۍ د يوازېنۍ مراندې په نظر ور وکتل. بابا د خير مشورې ورکړې، مګر چې شخصيتي خلا يې يا نه درلوده، يا يې له نامناسبو لارو څخه نه اشباع کوله، د يوه عظيم انسان په توګه تر اخېره د ملت په زړه او د تاريخ په حافظه کې سلامت پاتې شو. کرزي ته يې مشورې هم ورکړې، خو کرزي صاحب دا مشورې په يوه غوږ واورېدې او په بل غوږ يې د باد په مخه ورکړې.

د سياست په مارکېټ کې کرزي صاحب داسې پياز بازار ته را ايستلي چې ټول وراسته دي، نه د ژېړي ناروغي ورسره ښه کېږي، نه دېګ ته ور لوېږي او نه له بويه طاقت ورته کېږي او که په مشتري پسې منډې وهي هم يې څوک خريدار نه‌شته. کرزی صاحب د جنس په بدلون اړ دی.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې