جرمني له اذربایجان سره کلکې اقتصادي همکارۍ غواړي
د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا ميرکل له اذربایجان سره د کلکو اقتصادي اړیکو غوښتنه کړې ده.
هغې د شنبې په ورځ په باکو کې د اذربایجان له ولسمشر الهام عليیف سره تر کتنې وروسته او د دواړو لوريو تر منځ د رسمي خبرو تر پیل مخکې، په دې اړه څرګندونې کړې.
د جرمني لومړۍ وزیره جنوبي قفقاز هېوادونو ته د دې درې ورځني سفر په ترڅ کې تر اذربایجان مخکې ګورجستان او ارمنیا ته هم ورغلې وه.
0 نظرونه