گوگل په یوټیوب کې د ایران ۳۹ کانالونه وتړل
ګوګل اعلان کړی چې په یوټیوب کې یې د ایران دولتي راډیو اړوند ۳۹ کانالونه تړلي دي.
رویټرز لیکي، د گوگل شرکت همدا شان په بلاگر شپږ وېبلاگ او په گوگل پلس کې ١٣ حسابونه تړلي دي.
گوگل ویلي دي چې تړل شویو حسابونو په امریکا کې سیاسي مطالب خپرول، خو خپل هویت یې د ایران د دولتي راډیو ټلوېزون سره پټ کړی و.
د فېسبوک او ټویټر دوو سترو ټولنیزو شبکو هم په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د ایران اړوند په سلگونو پاڼې او حسابونه یې تړلي دي.
0 نظرونه