امریکا پر فلسطین مرستې بندې کړې
د امریکا متحده ایالاتو حکومت فلسطینیانو ته څه د پاسه ٢٠٠ میلیونه ډالر اقتصادي مرستې درولې دي.
امریکایي چارواکیو ویلي، دا پرېکړه په لوېدیزه غاړه او غزه کې د پروژو د تمویل له څېړنې وروسته شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، اوس به دا پیسې نورو پروژو ته چې ډېرې مهمې او لومړیتوب ولري، ورکړل شي.
0 نظرونه