اوس به په کلاشینکوف کې سپرېږو
کلاشینکوف؛ هغه وسله چې شاید ډېر یې د نوم له اورېدو کرکه ولري، حتا خپله د دې وسلې جوړوونکي هم ویلي، که خبر وای چې په لاس جوړه شوې وسله به یې دومره انسانان ووژني، هیڅکله به یې دا تخلیق نه وای کړی.
خو دا ځل دې کمپنۍ بله کارنامه کړې. د روسیې دې مشهورې وسلې جوړوونکې کمپنۍ په لومړي ځل یو موټر جوړ کړی دی.
دا موټر د ۱۹۷۰ کال د Izh-Kombi ماډل دی چې په لیدو یې د هماغه وخت یادونه تازه کېږي، مګر حقیقت دا دی چې دا موټر د اوسنۍ زمانې له هر ډول تخنیک څخه برخمن دی.
کلاشینکوف وېبسایټ د دې خبر په خپرولو سره لیکلي، دا موټر برقي دی او په یو ځل چارج کېدو سره ۳۵۰ کلیومټره واټن وهي.
کمپنۍ دعوه کړې چې موټر یې ښکلی، زړه راښکوونکی او نوی ماډل دی او زیاتوي، ژر به په بازار کې ځای پیدا او تر ډېره د خلکو زړونه وګټي.
0 نظرونه