د امریکا او پاکستان ناندرۍ زياتې شوې
د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او د هغوى پر ضد د اقدام کولو په اړه ناندرۍ زياتې شوې دي.
وړمه ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لهخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي و، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د پاکستان نوي لومړي وزير عمران ته ټلېفون کړى او هغه ته يې د دندې مبارکي ورکړې.
سرچينې زياته کړې، په دې ټلېفوني اړيکه کې پومپيو له عمران خان څخه غوښتي چې په خپل هېواد کې د مېشتو ترهګرو ډلو پر ضد جدي اقدامات وکړي، ځکه چې د هغه په خبره، د پاکستان دا اقدام د افغانستان سولې لپاره اړين دى.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لهخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه رد شوې او پرې نيوکې شوې دي.
پاکستان ويلي چې په دې ټلېفوني اړيکه کې د ترهګرو په اړه خبرې نه دي شوې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فيصل له امريکا غوښتي چې خپله خپره شوې خبرپاڼه تصحيح کړي.
خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيتر نورټ يو ځل بيا د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل چې دوى په خپلې خبرپاڼې کلک ولاړ دي او په ټلېفوني اړيکه کې د ترهګرو ډلو په اړه هم خبرې شوې دي.
0 نظرونه