ازاد که اسیر افغانستان؟
۳ سنبله ۱۳۹۷ 122674 0 نظر نصرت الله حقپال

ازاد که اسیر افغانستان؟


د زمري ۲۸مه د ۱۲۹۸هـ ل د زمري د میاشتې له ۲۸مې نېټې سره برابره ده، هغه ورځ چې د وخت شاه امان الله خان له ښکیلاکي بريټانیا څخه د افغانستان خپلواکي بېرته تر لاسه کړه.

د خپلواکي «ازادي» د نمانځنې په اړه له افغان ولس سره وېشل شوی دی، ځينې وایي چې افغانستان د شاه امان الله خان په وخت کې هم خپلواک هېواد نه و او نن خو بالکل خپلواک هېواد نه دی، خو د دې نظر مخالفان بیا استدلال کوي چې امان الله خان هېواد ته خپلواکي تر لاسه کړه او اوس هم افغانستان یو خپلواک هېواد دی، په خپلو کورنیو او بهرنیو چارو کې ازاد او د هیڅ هېواد، ډلې، سازمان او فرد تر اغېز یا مداخلې لاندې نه دی.

د امریکا او ناټو د نظامي حضور او دايمي اډو په هکله هم متنازع فیه نظر پروت دی. د دولت چارواکي او پلویان یې موقته مساله او د وخت اړتیا ګڼي، دوی وايي چې د امریکا او ناټو پوځیان د موقت وخت لپاره زموږ په بلنه راغلي او هر کله چې د ترهګري ګواښ ختم شي، سمدلاسه به بهرنیان خپلو هېوادو ته ستانه شي. د دغه ډول کسانو د داعیې منطق په دې کې دی چې بهرنیان زموږ په بلنه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې په اساس دلته راغلي؛ نو ځکه اوسنی وضعیت نیواک «اشغال» ته ورته نه، بلکې خپلواک وضعیت دی.

خو دا یوازېنی نظر نه دی، ډېری افغانان او عام ولس په دې باور دی چې  افغانستان د امریکا او ناټو له خوا اشغال شوی دی او امریکا د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو بشپړ تسلط لري. هر څوک یې چې زړه وي ولسمشر، وزیر، جنرال، والي، امنیه قوماندان او... په لوړو څوکیو یې ګماري. د افغان ولس اراده په کورنیو او بهرنیو چارو کې هیڅ نقش نه لري او ډېری وخت له ټولټاکنو څخه هم د یوې عوام‌فريبۍ په توګه کار اخیستل کېږي.

د امریکا او ناټو ځواکونه په خپل سر په افغانستان کې نظامي عمليات کوي، عام افغانان وژني، زندان ته یې اچوي، پر کورونو چاپې وهي او هر ډول خپل‌سري یې چې زړه وغواړي، له کومې وېرې او اندېښنې پرته یې کوي. په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو د کړنو او شمېر په اړه هیچاته مالومات نه‌شته او دغه ځواکونه چا ته مسوول او ځواب ورکوونکي هم نه دي.

امریکایان د ټاکنو چاره په ډېر مهارت مدیریت کوي، په ټاکنو کې د افغانانو رایه او تصمیم ټاکونکی نه دی، بلکې دا د امریکا سفارت دی چې پرېکړه کوي، څوک ولسمشر او څوک باید د پارلمان وکیل وي. امریکایانو د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت لوی ریاست داسې تنظیم کړي چې هر څه د دوی تر قوماندې او څار لاندې مخ ته ځي، دوی د امنیتي سکټور اصلي واکمنان دي. په خصوصي ناستو کې د پوځ، پولیسو او ملي امنیت ځينې چارواکي په څرګنده وایي چې موږ په اصل کې امریکایانو ته ځواب ویونکي او مسوول یو، نه تش په نامه افغان حکومت او مشرانو ته یې.

د افغانستان اکثریت مشران «رهبران» داسې ځپل شوي، سپک شوي، ذلیل شوي او یا هم اخیستل شوي چې اوس د امریکا، ناټو، پاکستان، ایران، روسې، چین او... د جاسوسانو  نقش لوبوي. دوی خپل عزت النفس او ازادي له لاسه ورکړې، په دې یې قناعت کړی چې له امریکا پرته، د چارو مخ ته وړل او ځواک ته رسېدل ناشونی کار دی. ډېری مشران دومره منحط او ګمراه شوي، چې اوس جاسوسۍ ته د اړیکو او ارتباطاتو نوم ورکوي او په ډېر ویاړ یې ساتنه او  پالنه کوي.

مظلوم او سر پېچلی افغان ولس دومره د قومي، ژبني، مذهبي او سمتي تبلیغاتو تر اغېز او یرغل لاندې دی چې اوس ترې لار ورکه ده، ښه او بد ترې خلط شوي او تفکیک یې ورته ډېر ګران شوی دی.

د خاین او امین، صادق او کاذب تعریف او مصداق ترې ګډوډ شوي، حیران دی چې د وتو لار کومه ده. ولس په خپلو کې اعتماد بایللی او قصداً بهرنیانو داسې حالت او کړنې را منځ ته کړې چې د ولس په ځان‌باوري زیانمنه کړي، په افغان مشرانو یې داسې جنایات وکړل چې اوس یې په ولس کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی او یوازې په بهرنیانو یې ځان تکیه کړی او بس.

د پورته سرپېچلي او کړکېچن وضعیت په شتون کې به څنګه یو عاقل او د بصیرت څښتن د خپلواکي او ازادي کلمه په خوله واخلي او د نمانځنو مټې په را بډ وهي.

ولس ټوټه ټوټه دی. څوک په یوې روان او څوک په بله. ډېری مهمې او اساسي مسالې دي چې د یو ولس په توګه باید پرې راټول او متحد وای. لکه د خپلواکي په شتون او نه شتون. د اسلامي نظام په حاکمیت او نه حاکمیت، بهرنیانو په شتون او نه شتون او ... خو له بده مرغه چې په دغو بنسټي مسایلو هم ولس ټوټې شوی او یو واحد دریځ نه لري.

په کار دا ده چې افغان ولس لومړی ځان د یوه متحد او متفق ولس په توګه را څرګند کړي. ځان د قومي، ژبني، مذهبي او سمتي اړیکو له پالنو څه پاک کړي. ځکه چې د نړۍ په تاریخ کې هیڅ ملت او ټولنه کله چې په دغه ډول ناروغیو اخته شوې د بریا لوړو ته نه ده رسیدلې او خپله موخه یې نه ده تر لاسه کړې.

موږ باید په مهمو او بنسټي مسایلو باندې یوه واحد تعریف او دریځ ته سره ورسېږو، هغه که د خپلواکي موضوع ده، که د بهرنیانو د شتون او نه شتون موضوع ده او که هغه د اسلامي یا سیکولر نظام د حاکمیت او ... موضوعات وي. په دغو او دې ته ورته موضوعاتو هغه وخت یوه واحد تعریف او دريځ ته رسېدای شو چې افغان ولس په یوه فکر او عقیده سره را غونډ شي، ځکه دا فکر دی چې هرې مهمې او بنسټي مسالې ته تعریف ورکوي او توضیح کوي یې.

د افغان ولس دښمنان هیڅکله هم نه غواړي او په ډول ډول مکرونو سره د پورته چارې مخه نیسي او پر وړاندې یې تبلیغات کوي، خو دا پر موږ ده چې د دښمنانو د شومو تبلیغاتو تر اغېز لاندې را نه‌شو او خپل مسیر په دقیقه توګه وټاکو.

 

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې