د سولې او جګړې لوبه په ګرمېدو ده
امریکایان هڅه کوي چې د خپل تاریخ اوږده جګړه پر داسې چا پای ته ورسوي چې له پیلوونکو یې بلل کېږي. زلمی خلیلزاد د هغو ګوتو په شمېر امریکایانو په ډله کې و چې په افغانستان کې یې د طالب نظام د نسکورولو او یوه ډیموکراټیک نظام د واکمنولو لپاره د سپینې ماڼۍ دننه لابي کوله. دغه افغاني الاصله امریکايي سیاستوال د افغانستان د روان څلوېښت کلن وضعيت په ماهیت او منځپانګه پوه دی او ان د مجاهدینو له مشرانو را نیولې د طالبانو تر قوماندانانو او د افغان حکومت په اډانه کې د واکمنو چارواکيو په وزن او تومنه خبر دی.
دغه نوموتی امریکايي ډیپلوماټ پر افغانستان د امریکايي لښکرو د را دننه کېدو پر مهال د امریکا ځانګړی استازی، وروسته سفیر او هرکاره پاتې شوی، خو د افغان حکومت د بنسټ د اصلي سموونکيو له ډلې تر ټولو مهم او اغېزناک بهرنی مامور بلل کېږي. خلیلزاد د وخت د د ډېرو جهادي او جنګي ښکرورو د وزرونو ماتونکی بلل کېږي چې د وخت له اړتیا سره سم یې د حامد کرزي په مشرۍ د افغان حکومت، اساسي قانون، ټاکنیز نظام، امنیتي سیسټم او ګڼو نورو مهمو بنسټونو په جوړښت کې رول لوبولی.
په یوه لړزانده وضیعت کې یې د افغانستان د نظام د ستنو د ټینګښت لپاره خپله دنده تر سره کړې او د هڅو له برکته یې افغانان له یوه نیم ژواندي نظامه برخمن شول او بیا راتلو ته یې ډېر خوشبینه دي. سره له دې چې نوموړی په افغانستان کې د امریکا مامور و، خو د اسماعیل خان، حضرت علي، پاچاخان ځدران، دوستم او عطامحمد په څېر زورور یې په یوه ټلیفوني اړیکه په ګونډو او مرکزي حکومت ته تابع کړل. تمه کېږي چې د خلیلزاد په راتلو سره به د ولسمشر غني هغه کمپاین رښتینی نړیوال او لوېدیځوال ملاتړ تر لاسه کړي چې د جنګسالارانو او زورواکيو د کابو کولو لپاره یې په کور دننه پیل کړی، خو له ننګونو سره مخامخ ښکاري. په افغانستان کې د زورواکانو د غاښونو د ایستو په برخه کې له نن څخه ۱۵کاله وړاندې ښاغلي خلیلزاد د ورته هڅو پیل ته د وخت افغان مشر هڅولی و، خو هغه مهال د بېلابېلو لاملونو له کبله غیر مسوول وسلهوال د کابو کېدو پر ځای وپړسول شول. ښاغلي خلیلزاد په دې تړاو په خپل کتاب استازي کې کافي جزییات وړاندې کړي چې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ وروسته د نالوستو زورواکانو د واکمنېدو دلیل څه وو او ده په څه ډول د دوستم، عطا او اسماعیل خان په څېر زورواکيو په څنډې ته کولو کې د افغان حکومت ملاتړ کاوه.
د خلیلزاد بیا ټاکل کېدل په کور دننه هغو ټولو ښکرورو ته زړه لړزونکی خبر دی چې د ولسمشر غني په حکومت یې سترګې را وایستلي او د موقت حکومت ګواښونه کوي. په دغه ډله کې د پخوانۍ شمالي ټلوالې د مشرانو د مصرف تاریخ په ختمېدو دی او افغان حکومت به د خلیلزاد په څېر کسانو له حضور څخه په ګټې اخیستو د تل په مخه د قدرت موازنې ته په افغانستان کې بدلون ورکړي.
تمه کېږي افغانستان ته به یو ځل بیا د امریکا د ځانګړي مامور په توګه د زلمي خلیلزاد په راتلو سره د افغان حکومت ستنې پیاوړې او د سولې وزرې به ورسره وغوړېږي. سره له دې چې د سولې په برخه کې د امریکا هڅې وار له مخه په قطر کې پیل شوې دي، خو تمه کېږي چې د افغانستان او سیمې لپاره د ځانګړي استازي په توګه د خلیلزاد ټاکنه به دغو هڅو ته نوی رنګ ورکړي. زلمی په امریکايي اداره په تېره بیا د افغانستان په اړه د امریکا په ډیپلوماسي کې ټاکونکی ځای لري او هیله کېږي چې د افغانستان د شخړې په اړه ولسمشر ټرمپ ته رښتینی انځور وړاندې او د حل لپاره یې لاس په کار شي.
د ټرمپ خواصو او له پاکستان او ایران څخه د خلیلزاد پوهې ته په کتو سره فکر کېږي چې که زلمی خلیلزاد د پاکستان او ایران د سیاستونو په اړه سپینې ماڼۍ ته خپل راپور وړاندې کړي؛ نو له کبله به یې پر دغو دواړو هېوادونو رښتینی امریکايي او ټرمپي فشار رامنځ ته او تمه ده د سولې د خبرو رښتیني پیل ته زمینه برابره شي.
د پاکستان په اړه د ښاغلي خلیلزاد له وروستیو څو کلنو څرګندونو ښکاري چې د هغه ټاکنه به پر پاکستان ورځ خرابه او له طالبانو سره به د خبرو لپاره بهتره چاپېریال را منځ ته کړي. د کابل لپاره د زلمي خلیلزاد راتګ یو ځل بیا افغانستان ته د ۲۰۰۲ کال په څېر چانس په لاس ورکوي او کولای شي، په لویو سیمهیزو او نړیوالو مسالو کې د دغه امریکايي ډیپلوماټ له حضور څخه ښه ګټه پورته کړي.
بل خوا په افغان لوبه کې د روسیې د نفوذ د زیاتېدو له اړخه هم اندېښنې په پراخېدو دي او داسې ویل کېږي چې د افغانستان کړکېچ نور هم پېچلی کېږي او طالبان غواړي چې دا ځل د روسیې په مټ امریکا وننګوي او افغانستان د یوې بلې خطرناکې سیالۍ په ډګر بدل کړي، خو د خلیلزاد په راتلو سره دا لوبه د راګرځېدو وړ ده او کېدای شي د دوحې او کابل پر محور یې را وڅرخوي.
داسې ویل کېږي چې نوموړي د ۱۹۹۰م مو کلونو په اوږدو کې د طالبانو له مشرانو سره د ټاپي پروژې پر سر د یونیکال لپاره د خبرو یوه لړۍ تر سره کړی او کولای شي چې وسلهوال طالبان له کابل او واشنګټن سره ګډو خبرو اترو ته کېنوي.
خو د دې ټولو نتېحه دا ده چې که سپینه ماڼۍ زلمی خلیلزاد د افغان ماموریت د حل په موخه خپل فوق العاده استازی وټاکي؛ نو په واشنګټن سربېره د کابل لپاره یو بل طلايي چانس په لاس ورځي چې پر مټ به یې د ارګ او سپینې ماڼۍ تر منځ د اړیکو نوې پیاوړې کرښه را منځ ته او افغانستان به یو ځل بیا د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په سر ټکو کې ځای ومومي.
په دغې ټاکنې سره هغه احتمال هم له صفر سره ضربېږي چې ممکن امریکا د افغانستان جګړه خصوصي شرکتونو ته وسپاري. افغانان له دې اړخه اندېښنه لري او د پخواني ولسمشر په مشرۍ یوه کړۍ دغې اوازې ته ښه ډول وهي او د افغانانو د ذهنونو بېلارې کولو ته یې زور ورکړی دی.
0 نظرونه