د امریکا خلاف د روسیې بل ګام
روسیه وايي، له چین او ایران سره به یو ځای هڅه وکړي چې په نړیوال تجارت، په ځانګړي ډول د تېلو د پلورولو په برخه کې په ډالرو معامله بنده کړي.
روسیه دا ګام وروسته له هغه پورته کوي چې د امریکا لهخوا پرې تازه بندویزونه ولګېدل.
د روسيي د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګي ریابکوف له انټرنېشنل افېرز مجلې سره په مرکه ویلي، خبرې باید عملي بڼه غوره کړي او ډالر نور د دوه اړخیزو معاملو یوازېنی وسیله نه وي.
ایران چې د روسيي په شان پرې امریکا بندیزونه لګولي دي، پر همدې اساس غواړي چې په مالي تبادلو کې له ډالرو کار اخیستل بند کړي.
0 نظرونه