د طالبانو یوې سختې تیارې ته ور مخه ده
۲۹ اسد ۱۳۹۷ 150297 0 نظر اباسین بریال

د طالبانو یوې سختې تیارې ته ور مخه ده


اوربند:

کوم ډول اوربند چې طالبان یې غواړي،‌ له هغو مراجعو یې اجازه تر لاسه نه کړای شوای چې دوی ته د جنګ نقشه ورکوي.

شاید د دوی د فیصلو د کمرنګه کولو هڅه وي چې په کندوز کې یوه ډله طالبانو ته دستور ورکړل شو‌ چې تر سلو زیات افغان مسافر یرغمل کړي.

د طالبانو خپل سری اقدام خو دا و چې د عرفې په ورځ تر درې سوه زیات افغان زندانیان ازاد کړي، خو له دې مجبوري سره څه وکړي چې بلې ډلې یې عادي‌ مسافر ونیول؟

دا په طالبانو کې د واحدې او نسبي رهبري د متلاشي کېدو بده هڅه ده او یوازې طالبان پوهېږي چې له پاکستانه علاوه به له څلورو نویو ادرسونو قومانده کېږي.

 

د غزني جګړه:

پر ښار د برید د هرو څلورو ډلو رهبري له پاکستانيانو سره وه، یو نسبي تعداد افغان طالبان اړ وو چې د غزني ناممکنې جګړې ته اوږه ورکړي. کله چې برید پای ته رسېږي، د پاکستاني جګړه‌مارو ډېر لږ شمېر یې هم نه مړه نه ژوندي د جنګ پر میدان پاتې شول،‌‌ ټول یې له ډېورنډ واړول، هم د جنګ بدنامي افغان طالبانو ته پاتې شوه، هم یې لوی تعداد ووژل شول.

پاکستاني‌ طالبانو حتا د ښار د رختونو دوکانونه د جنګ د تبلیغاتي لمبو لپاره وسوځول.

په غزني کې د طالب ناتار داسې وخت رامنځ ته کېږي چې اختر را روان دی او شاید ځينې طالبان ځینې خلکو ته په همدې خونړیو، اما ټیټو سترګو ور مخ شي، خو دا ځل به له طالبه عام او پولیسي ‌استقبال هغسې نه وي لکه کوچني‌ اختر کې یې چې دنیا حیرانه کړه.

 

د جوړجاړي لپاره مذاکرات:‌

د مسکو په غونډه سربېره په تاشکند، قطر، دوبۍ کې څلور متواترې ناستې تنظیمېدونکې دي چې طالبان به پکې ګډون کوي او د افغانستان د سولې او جوړجاړي ‌په اړه به خبره کېږي، خو لومړی ځل دی چې د طالبانو نقش ته د درناوي ‌په نسبت د طالبانو د لوبولو شوق او هڅې پکې برجسته دي.

که په پخوا کې طالب یوازې پاکستان خپل ډول ته نڅولی اوس روسان، ایران او حتا درې عربي ‌هېوادونه هڅه کوي ابزاري استفاده ورڅخه وکړي.

روسانو ته د طالب تکلیف په مخ کې نه دی پروت. روسان او ایران غواړي، طالبان په هغه جنګ کې وکاروي چې د دوی د اقتدار او تقابل مسله پکې شدیداً مطرح ده.

اصل کې له څو میاشتو راهیسې روسان او ایرانیان د طالبانو پر اوږو سپاره له امریکا سره د تقابل میدان ته راوتلي ‌دي.‌

طالبان ظاهرا ً‌احساس کوي چې موږ د قضیې رسمي ‌برخه شوو، مګر په اصل کې د طالبانو برخلیک د فیصلې له حده د خطرناکې بازي و حد ته لاړ او هغه څوک له دې بازي ګټه اوچتوي چې د افغانستان په جګړه کې د نفوذ لپاره یې اوږد انتظار کړی دی.

 

بلک واټر او نوې جګړه:

د بلک واټر مشر اریک پرينس په خپله وروستۍ مرکه کې په ډاګه کړې چې په ټرمپ یې فشارونه زیات کړي، تر څو د افغانستان جګړه دوی ته وسپاري.

د پرینس خور په سپینه ماڼۍ کې ارشده سلاکاره ده او د جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ د سټراټېژي له اعلان راهیسې په امریکا، په تېره د سپینې ماڼۍ په دهلېزونو کې لابي‌ روانه ده چې بلک واټر ته د افغانستان جګړه وسپارل شي.

د مالوماتو له مخې، ولسمشر غني‌ هڅه کوله، د امریکا حکومت د دغه ډول فیصلې په مقابل کې ودرېږي، ځکه یې هم له طالبانو سره د سولې ټول چېنلونه پرانيستل، هم یې د سیاسي ثبات د توجیه لپاره د انتخاباتو د تر سره کېدو بېړنۍ فیصله وکړه، هم یې یو طرفه او له خطرونو ډک اوربند ته زړه ښه کړ، خو داسې ښکاري چې غني‌ د طالبانو د جنګ د شدت په سبب، بلک واټر ته دا مسله وبایلي او بلک واټر په افغانستان کې د طالبانو پر ضد صحنې ته راووځي.

له معمول سره سم بلک واټر بې رحمانه جنګ کوي، د طالبانو د جبه‌يي جنګ شدت به ختم کړي، طالبانو ته د مرګ ژوبلې احتمال بېخي لوړېدای شي، خو ورسره عام تنفر هم زیاتېدای شي، ځکه هغوی د جنګي‌ اصولو متابعت ته چندان لېواله نه دي.

طالب په لوی لاس بلک واټر ته غیرمستقیمه بلنه ورکړه، خو هغوی چې د طالب په نوم استخباراتي‌جنګ کوي، ‌په لویو ښارونو کې د انتحاري بریدونو زور به زیات کړي.

 

په ټولو حالتونو کې هم طالب په سیاسي‌ میدان کې خپل موقف له لاسه ورکړ، هم د لوبې د ګډوري حیثیت ورته پاتې شو، هم جنګ ورته سختېږي، هم د سولې مسله خطرناکه او له احتماله لېرې شوه او هم د افغانستان جنګ د طالبانو د ضد او ناسنجیدګي په سبب بدې مرحلې ته داخل شو.

علت واضح دی،‌ طالبانو له هغو فرصتونو او چانسونو روغه استفاده و نه کړای شوه چې په تېرو دوو کلونو کې ورته مساعد شوي وو.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې