څوک دي چې په استقلال تمسخر کوي؟
اول - چې جهاد یې کړی؛
دوی فکر کوي، روسان موږ و ایستل، که دوی د شاه امان الله غازي خپلواکي ومني، له یوې خوا یې دیني ږیره تر سوال لاندې راځي، له بلې خوا د جهاد متداوم امتیاز نهشي خوړلای، یانې استقلال معنوي امتیاز لري او دغه امتیاز دوی په تقلب انحصار کړی دی.
یو بل ډار هم لري، که له انګرېزانو څخه د خپلواکي په جشنونو کې راووځي، د دوی له خوا تر سره شوې جګړې د استقلال په کاته کې نه حسابېږي.
دویم- چې طالب دی او یا طالباني تفکر لري؛
دا طبقه په زور له قدرته ایسته کړای شوې او د قدرت د جنګ د توجیه لپاره باید د خپلواکي د جنګیالیو په عنوان په عامه اذهانو کې ځالې جوړې کړي.
دوی چې د پنجاب په خم کې رنګ دي او د پاکستان په امکاناتو د پاکستان د سټراټیژیک هدف لپاره جنګېږي، مجبور دي استقلال ته خپل تعریف تراشي، هغسې تعریف چې د دوی هویت پکې مسخه نهشي.
دوی هم د ځینې تنظیمي اشخاصو په څېر د استقلال اصلي مفهموم ځکه تحریفوي او شاه امان الله ښکنځي چې هم یې ناره د تاریخ له ملامتي وساتلای شي، هم یې جګړه د قدرت طلبي جګړه و نه بلل شي.
درېیم - د قدرت او تورې شتمنۍ مافیا؛
په تېرو اوولسو کلونو کې نړیوالو مرستو ځینې خلک وپړسول، د دوی د عوایدو چېنلونه تر ډېره غیرمشروع او له روان جنګ سره تړلي وو، د نشهيي توکو کاروبار، د وسلو کاروبار، د تېلو کاروبار، بېترتیبه غیرمشروع عواید...... دوی جنګ ته د بزنس په سترګه ګوري او د بزنس د دوام لپاره جنګ ته باید یا عقیدتي یا ملي- اعتراضي بڼه ورکړل شي، تر څو په جلب و جذب کې ورسره مرسته وکړي او د احساساتي زلمیانو لپاره د تلوسې وړ وي.
څلورم - د ملت له دایرې وتلي قومي سیاستوال؛
له بده مرغه دا اوس د افغانستان معمول سیاست دی چې مشران یې د خپلو همقومه ځوانانو منځ ته له قومي او په تعصب لړلي کارټ سره ننوځي.
دوی چې د ملت د هوسایي لپاره کار نه دی کړی، ثابت خیر رسوونکي موقفونه نه لري، ځوانانو ته داسې ښيي چې قدرت له پخوا د یوه قوم له خوا انحصار دی او زموږ قوم محروم او مظلوم واقع دی.
پر همدې بنیاد تر امان الله غازي پورې ملي مشران د قوم ستیزي په توره وهي او د تاریخ متعصب اشخاص له دوړو څنډي، د ملي مبارزینو مقابل کې یې دروي.
خو د دې نسل جالبیت ته هم پام په کار دی.
هر کال د استقلال جشن تر تېر هغه رنګین، په ولولو او احساساتو ښکلی وي.
دا جشنونه د نوي نسل د بېداري تصویر وړاندې کوي، دا نسل که په هر څومره لوی کړاو کې دی، خو د استقلال ناره یې له وطن سره د بېکچې مینې، خودي او هوښیاري زبات کوي.
دا جشنونه په نوي نسل کې د مالکیت دعوه روښانوي، هر ملک چې مالک نسل ودرلود، شا ته نه ګرځي.
د شاه قهرمان اروا دې ښاده وي.
0 نظرونه