د خپلواکۍ اتل شاه غازي امان الله خان
ژوند: اعليحضرت شاه امان الله خان د حبیب الله شاه زوی مور یې سرور سلطانه بیګم او مېمن یې ملکه ثریا نومېده.
شاه په ۱۲۷۱ ه ش/۱۸۹۲ م کال د کابل په پغمان سیمه کې زېږېدلی دی، په ۱۹۱۹ م کال د افغانستان پر تخت کښیناست.
څېره: د اعليحضرت د ښکلې او اغېزناکې څېرې خاوند او ښایسته ځوان و، ونه یې میانه، مزی بدن، سور سپین رنګ، غټې سترګې، ښوی مخ او لنډ بریتونه یې درلوده.
ژبنی مهارت: د اعليحضرت مورنۍ ژبه پښتو وه، خو ډېری وخت به یې فارسي خبرې کولې؛ ځکه په فارسي ژبه یې لوی لاس درلود، په اردو، فرانسوي او انګرېزي هم تر یوه حده پوهېده، پر دې سربېره په عربي او ترکي یې هم زده وه، په عربي ژبه خو بیخي برلاسی وه.
کردار او ګفتار: د اعليحضرت اقوال او افعال دومره ښکلي او اسلامي وو، چې په یو ځل لیدو سړی پرې مینیده، د اعليحضرت عادت و، چې کله به یې په کابل کې څوک نابلده ولید، موټر به یې ورته دراوو او په پوره مینه به یې پوښتنې او خبرې ورسره کولې.
اعليحضرت په درباري غونډو او بنډارونو کې له هر چا سره په ډېره مينه خبرې اترې کولې او دومره وروروليز او په ورين تندي چلند یې کاوو، چې پر هر چا یې خپل اغېز پرې باسه، پر مساوات بې کچې مين و.
د نورو پاچايانو په څېر یې ځان اسماني هستي نه ګاڼه، بلکې د خاورې او اولس يو خدمتګار يې باله، که به چا ورته په کږه سلام وکړ یا به یې لاسونه ښکل کړل یا د نورو درباریانو په څېر به یې څه وکړل دی به پرې خفه او حکم به یې وکړ، چې له روغبړ او ستړې مشې پرته دې نور څه ونشي.
وایي چې یوه ورځ یې په دلکشا ماڼۍ کې له ولسي استازو سره کتنه کوله، د ګڼو هیوادونو سفیران او شاهي کارمندان ناست و، دغه وخت یوه مولوي صاحب له ډېرې مینې د شاه غازي لاس ونیو او په زور یې ښکل کړ، د هغه په دې کار غازي ډېر خفه شو، مولوي ته یې څه ونه ویل؛ خو د دربار وزیر یعقوب خان ته یې وویل: یو ځل مې چې امر کړی و، چې د ناشرعي کارونو کول منع دي بیا دا خلک ولې داسې کوي؟
مرګ: شاه غازي په ۱۳۳۹ ه ش/۱۹۶۰ م د ۶۷ کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره د اخرت مېلمه شو.
روح یې ښاد، یاد یې تل پاتې
0 نظرونه