الا بلا، به ګردن ملا
د افغانستان په دولتي اړخ کې یو نوی دود په پراخېدو دی چې په هرڅه کې ولسمشر پړ بلل کېږي. د ښار په یوه څنډه کې د پولیسو په یوه کوچنۍ غیرقانوني کړنه کې هم ولسمشر ته د ښکنځلو خوله ور خلاصه شي. په بازار کې چې د ۲ کسانو تر منځ شخړه پېښه شي، ولسمشر ته پکې ښکنځل وکوي او بازاري دلالان دیوه او بل د ذلیله کولو لپاره د هېواد مشر ته سپکې سپورې وايي، چې په کوڅه کې یې ګاونډۍ برېښنا پرې کړي هم د ولسمشر خونه ورانوي او که یې له مېرمنې سره جګړه وکړه هم پکې ولسمشر پړ ګڼي.
دلته له بدهمرغه اوس ان د پوهنتون استادان هم د غزني د جګړې د ګټلو او ماتې نېغه پړه پر ولسمشر وراچوي او داسې فکر کوي چې له هر سرتېري او هر مامور څخه دې ولسمشر پوښتنه وکړي او د جنګ ټوله قومانده دې پخپله هېوادمشر په لاس کې واخلي.
که ولسمشر بیا همدا کار وکړي بیا ویل کېږي چې ولسمشر په پروژوي او موسسهیي سیسټم دولت چلوي او په کوچنیو مسالو کې ښکېل دی. په تېرو څو ورځو کې د غزني په تړاو د ځوان لوستي ولس نظر ته په کتو سړی ناهیلی شي چې دوی په دغه ښوونځیو او پوهنځیو کې څه لولي او د دوی د تحلیل قوه دې ولې دومره ضعیفه وي چې د عسکر د یوې مرمۍ او ډوډۍ په اړه دې هم ولسمشر خلکو ته ځواب ورکړي.
د اکثریت ځوانانو له نظرونو داسې برېښي چې یا د افغانستان د حکومت په تشکیلاتي سیسټم نه پوهېږي، یا له ولسمشر څخه د هرکاره تمه لري، یا ورته ولسمشر د هر څه چارواکی ښکاري، یا ورته دا نور حکومت هیڅ نه ښکاري، یا پر نورو باور نه لري، یا یې پر ولسمشر تر حده زیات باور دی، یا پولیس، قوماندانان او امنیتي ځواکونه نه ویني او یا په دې سر نه خلاصوي چې د جګړې پر مهال د ولسمشر مسوولیتونه کوم او څه دي او د جګړې د قوماندانانو او امنیتي وزیرانو دندې څه او څوک چا ته راپور ورکونکی دی.
زموږ د ځورېدلي ولس لویه برخه لوستي ځوانان له داسې مسالو ولسمشر تر ږیره نیسي چې د هغه لپاره په لسګونو چارواکي ګمارل شوي دي او د کار اصلي برخه یې هماغه وي. البته په دې کې شک نهشته چې د دغو وړو چارواکيو مشران ولسمشر ګمارلي او د هغوی د بېکفایتی له کبله ډېر کله ستر کړکېچونه زېږي او په غیرمستقیم ډول یې پړه تر ولسمشره رسېږي، خو دا به له منطقه لرې وي چې د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو، د ملي امنیت د ريیس او د پوځ د لوی درستیز په شتون کې دې د یوې وړې پوستې د سقوط موضوع هم ولسمشر ته راجع شي.
دا منو چې د غزني په څېر لویه مساله کې ولسمشر باید مداخله وکړي او د چارو مشري پخپله تنظیم کړي، خو دا به غیرمنطقي وي چې د جګړې د ډګر د هر ډز او چاودنې په تړاو دې هغه خلک چې ځانونونو ته کارپوهان وايي ولسمشر ته د جګړې د قابو کېدو سیسټم وښيي. د افغانستان جګړه دومره پېچلې شوې چې د ټول هېواد دا څلوېښت کاله سر پرې نه خلاصېږي او د حل لار یې ترې ورکه ده.
خو کله چې ټولنه د هر څه پړه پر یوه کس واچوي او د هر څه د پوښتنې وړ یو کس وبولي، په هغه ټولنه کې سیسټمونه وده نهشي کولای او فاسد اشخاص د همداسې یوه چتر په غوړولو لا ډېره پانګونه کوي چې دی پکې له هر ډول نیوکې ذرهبین محفوظ او د ده د ناکردو پوښتنه له بل څخه کېږي.
په تېرو ۴ کلونو کې پرلهپسې همداسې یوه فضا په افغانستان واکمنه شوې چې د دې هېواد د ټولو ناخوالو پړه یوه کس ته متوجه شوې او د دې نظام اصلي ننګوونکي که د دولت دننه او یا له دولت څخه بهر دي په ارامه توانېدلي، د لوی سرناخلاصي اکثریت ولس له نابالغ فکر څخه ګټه پورته کړي. د نظام تر ټولو ډېر امتیاز څټونکي په ارامه ناست دي او د خلکو فکر یې د ولسمشر خوا ته چینل کړی او په اسانه یې د خپلو اوږو بار هم پر ارګ وراچولی.
دلته یو شمېر کړۍ له ناپوهي هر څه د ولسمشر کار ګڼي او په هر کار کې ورته ستغې سپورې وايي، خو یو شمېر نورو د همدوی له ناپوهۍ څخه په ګټې اخیستو د خلکو نیوکو ته لار پخه کړې او هڅه کوي چې د هر څه مسوولیت د ولسمشر د غاړې غړوندۍ کړي.
دا ډله کسان تر ډېره د حکومت په امتیازونو مست شوي ځوانان دي چې تنخوا به د لوړو زدهکړو له وزارته اخلي او تبلیغ به طالب ته کوي، تنخوا به له حکومت څخه اخلي، خو ښکنځل به تر نورو دوی له مخه ولسمشر ته کوي. په دولتي امتیازونو دغه پړسېدلي د خلکو پر فکر واکمني چلوي او څوک چې د کومې ډلې او ټولنې په فکر واکمن شو، په اسانه خپلو موخو ته رسېدای شي.
پاکستان د طالب په نوم قشر په فکر واکمن دی او د خپل ورور او هېواد پر ضد یې د سونګ توکو په ډول کاروي. دلته یو شمېر کړۍ د یوه لوی اکثریت ځوان قشر پر فکر داسې راج چلوي چې له خپلو ټولو ناخوالو یې د خلکو پام د یوه داسې کس خوا ته اړولی چې غواړي تر ټولو له مخه همدې سرناخلاصي ځوان قشر ته فکري ازادي ورکړې او د هېواد د ستونزو اصلي ریښو او جرړو ته یې ور پام کړي، خو په دې فردمحوره ټولنه کې نه څوک د مراتبو او دندو سلسلې پېژني او نه ځان پرې پوهوي، هغه چې پرې پوهېږي سترګې یې پټې کړې او خوله یې خلاصه کړې.
0 نظرونه