د ایران مذهبي مشر له ټرمپ سره خبرې رد کړې
د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي د امریکا متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په اوسني حالت کې خبرې ګټورې نه بولي او نه یې مني.
خامنهیي وايي، امریکا له ایران سره له شوې هستوي هوکړې په وتو، لویه تېروتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د واشنګټن او ایران ترمنځ ستونزې زیاتې شوې دي او په لنډ وخت کې امریکا پر ایران د بندیزونو بیا راتګ خبر ورکړی دی.
0 نظرونه