دا چل زده کړئ، کله کله په درد خوري
که نارينه ياست او واده مو کړی وي، نو حتما به کله کله د مېرمنې فرمايشونه درباندې ډېر غمېدلي وي.
که همداسې وي، نو دغه چل زده کړئ، کله کله په در خوري.
ډیني ګونزیلس له دې کبله چې مېرمنې یې ترې هر وخت پیسې غوښتې، نور تنګ شوی و، نو دا ځل چې پوه شو، مېرمن یې ترې بیا پیسې غواړي، ځان یې سم دم مړ اعلان کړ.
ده ځانوژنه نه ده کړې، يوازې د مړیو تمثیل یې کړی، کفن یې اغوستی، په پزه کې یې مالوچ کېښودل او اوږدو پر بستر وغځېده.
همداسې تصویرونه یې واغوستل او له نابلده ادرسه يې خپلې مېرمن ته ور واستول چې ګنې نور دی په دې نړۍ کې نه شته.
مېرمن یې چې تصویرونه ولیدل، چیغې یې کړې، خپلوان یې هم را وبلل چې خاوند یې مړ دی.
خو کله چې دوه درځې تېرې شوې، ده بېرته خپلو خپلوانو ته خبر ورکړ چې ژوند دی، خو د ښځې د ډېرو فرمایشونو او پیسو غوښتو له کبله یې دا ډرامه وکړه.
0 نظرونه