رنویر او دپیکا واده کوي
د هندي سېنما ښايستوکې فلمي ستورې دپيکا پاډوکان او ستوری رنویر سنګ به روان کال هغه ځای واده وکړي، چېرې چې ویرات کوهلي له انوشکا سره د ژوند نوی سفر پیل کړی و.
هندۍ رسنۍ لیکي، که څه هم د رنویر او دپیکا د کوژدې خبرونه وړاندې هم خپاره شوي دي، خو اوس به دوی دواړه په رسمي ډول له یوه او بل سر ګډ ژوند پیل کړي.
یوې هندي وېبپاڼې لا ان د دواړو په واده کې د ګډونوالو شمېر هم په ډاګه کړی او زیاتوي، د رنویر او دپیکا په واده کې به ټول دېرش کسان ګډون وکړي.
وېبسایټ زیاتوي، د واده مراسم به د نومبر په شلمه وي.
0 نظرونه