طالبان د درزاب د داعش ځپنې مېلمستیاوې خوري
طالبانو د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره له ډېرې پخوا د اړیکو جوړولو هڅې کولې، خو امریکا په دې منځ کې یو خنډ بلل کېده. د افغانستان په شمال کې د داعش په رامنځ ته کېدو سره د منځنۍ اسیا او روسیې اړیکې له طالبانو سره په ټینګېدو شوې. د ماسکو پخواني دوستانو وپتېيله چې په سیمه کې امریکایان د نویو لوبو په ډیزاین بوخت دي چې کېدای شي دوی ته یې هم تاو ور ورسېږي.
له همدې وېرې ماسکو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته افغانستان یوه خطرناکه سیمه بلله چې هر ډول اړیکې ورسره د دوی په باور له زیان پرته نور څه نهشي ورکولای. تر ټولو ډېره اندېښنه په منځنۍ اسیا کې تاشکند درلوده او د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ازبکستان د سیمې د یوه زورور هېواد په توګه طالبانو ته د شک په سترګه کتل. لامل یې د دوی په لیکو کې د پرېمانه ازبیک جګړهمارو لکه طاهر یلداش او جمعه نمنګاني شتون بلل کېده چې یو مهال د طالبانو د جنګي لیکو یو مهم اړخ و.
تاشکند فکر کاوه چې طالبان به په افغانستان کې د پښو په ټینګولو سره دغه ازبیک جګړهمار د دوی په خاوره کې د اورپکي کولو ته وهڅوي. تر ۲۰۰۱م کال وروسته د ازبیک جګړهمارو لویه برخه په وزیرستان کې ښه په درز کې فعاله شوه او دې کار ازبکستان ډېر کاله اندېښمن ساتلی و، خو د طالب د نظام تر ړنګېدو ۱۷ کاله وروسته اوس د طالبانو په لیکه کې نه یوازې د منځنۍ اسیا د جګړهمارو څرک نهشته، بلکې برعکس طالبانو هغه ټولې ډلې ټپلې له منځه یووړې چې د منځنۍ اسیا په تېره بيا ازبیک او تاجک جګړهمار ورسره یو ځای شوي وو او د طالب مشر له امر پرته یې خوځښتونه کول. په دې منځ کې د داعش په رامنځ ته کېدو سره پخواني ازبیک جګړهمار په داعش کې جذب شول.
طالبانو د منځنۍ اسیا د هېوادونو د همکاري د ور خپلولو او له دغو هېوادونو سره د اړیکو د پراخولو هڅو ته تر هغه وروسته زور ورکړ چې باوري شول ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغیزستان، قزاقستان او ان روسیه د افغانستان په شمال کې له داعشي فعالیتونو په وېره کې دي. طالبانو همدې موخې ته د رسېدو په موخه په لومړي سر کې په جوزجان او سرپل کې د داعش خپرېدو ته سینه پراخه کړه او چې د تاشکند، عشقاباد او دوشنبې اړیکې له کابل سره په ښه کېدو شوې؛ نو طالبانو د یوه ډیپلوماټیک مانور په تر سره کولو سره په درزاب ولسوالي کې د داعش د بېخ ایستلو کمانډويي عملیات وکړل.
دغلته یې په څو ورځو د داعش جرړې وایستې او ثابته یې کړه چې دوی نه یوازې منځنۍ اسیا ته ګواښ نه دي، بلکې دوی ته متوجه ګواښونه ژر تر ژره ختمولای شي. په دې کار سره طالبانو په منځنۍ اسیا کې ازبیکستان ته وښووه چې په افغانستان کې دوی کولای شي د ازبکستان دښمنان له پښو وغورځوي او د دوی په پخلاینې سره د منځنۍ اسیا هېوادونه د لا ډېرې ارامۍ ساه کښلای شي.
دا لومړی ځل و چې طالبانو د منځنۍ اسیا د هېوادونو د پام ور جلبولو لپاره په نظامي ډګر کې زورورې هڅې پیل کړې. ازبکستان له تېر کال راهیسې د روسیې په خوښه له طالبانو سره تماسونه ټینګول زیات کړل او داسې ویل کېږي چې د درزاب په عملیاتو کې ازبکستان خپل استخباراتي مالومات له طالبانو سره شریک کړل. ازبکستان کلونه وړاندې د افغانستان په کندوز او تخار کې له افغان دولت سره د طاهر یلداش او نمنګاني په له منځه وړلو کې هم مالوماتي مرسته کړې وه، خو لا یې هم له لوېدیځ سره د راشه درشه په پیلولو اندېښنه درلوده.
په ازبکستان کې د اسلام کریموف په له منځه تلو سره دغه هېواد په بېساري ډول له افغانستان سره راکړه ورکړه پراخه کړه او هڅه کوي چې د افغانستان په ټیکاو کې خپل رول ادا کړي. یو خوا یې واشنګټن او کابل ته غېږ پرانیسته او بل خوا یې له سیاسي اړخه طالبانو ته لاس ور اوږد کړ. د تاشکنده د لیدنې پر مهال طالب پلاوي ته د شوکت میرزایوف حکومت درنه مېلمستیا ورکړه او د درزاب د داعش ځپنې مننه یې ترې وکړه.
سره له دې چې په کابل کې د سولې شورا چارواکي تاشکند ته د طالبانو د دوحې د دفتر د پلاوي په سفر ځان خبر ګڼي، خو اصلي کیسه د طالبانو او ازبکستاني چارواکيو تر منځ د راشه درشې د یوه نوي رسمي پیل لومړنۍ لیدنې کتنې دي چې د سولې په راتلونکي باندې د ډېرو په باور ښه اغېز لرلای شي.
د تېرو کلونو خلاف اوس له طالبانو سره د خبرو اترو د پیل ادرسونه په ډېرېدو دي او داسې باور کېږي چې د سیمې د هېوادونو له خوا له وسلهوالو طالبانو سره اړیکې په افغانستان له تلپاتي ټیکاو سره مرسته کولای شي. له ترکمنستان وروسته اوس د منځنۍ اسیا ازبکستان هم طالبانو ته د یوه ښه ادرس په توګه یادېږي چې څو میاشتې وړاندې پکې د افغانستان د سولې په تړاو د یوه نړیوال کنفرانس کوربه و.
ازبکستان تر ترکمنستان ډېر اغېزمن هېواد بلل کېږي او د طالبانو او تاشکند اړیکې د افغانستان د راتلونکي امنیت او سولې په برخه کې مهم بلل کېږي. له چین او پاکستان وروسته ازبکستان د افغانستان درېیم ګاونډی دی چې طالب پلاوی يې لیدنه کوي او داسې ویل کېږي چې له ترکمنستان او ایران سره هم د طالبانو د سیاسي دفتر تماسونه په ډېرېدو دي.
0 نظرونه